اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د نجي بېنك لخوا د بينكنګ محتسب پريكړې په ضد درخواست مسترد كولو سره فراډ څخه ځپلې كس ته د 8 لكه روپو بېرته وركولو د محتسب پريكړه برقرار ساتلې۔ تفصيلات له ??خې شكايت كونكي كس په مسلم كمرشل بېنك ګلشن راوي برانچ لاهور كښې اكاؤنټ لرلو ۔شكايت كونكي په څلور اے ټي اېم ټرمينلز د اے ټي اېم كارډ كارولو څخه اكاؤنټ ډېبټ كېدو نه پس پېسې د لاسه وركړې وې ۔ده دعوې وكړه چې دا ټرانزېكشن غېر مجاز ؤ ځكه چې دا ما نه ؤ كړے ځكه چې د اے ټي اېم كارډ زما سره ؤ ۔ده ووئيل د پیسو اكاؤنټ څخه د ويستلو په اړه كوم اېس اېم اېس هم نه دے راغلے ٬ دغسې د جنورۍ په 24مه نېټه د ترلاسه شوي پېغام له ??خې خبر شوم چې زما د اكاؤنټ څخه 2 لكه روپۍ ويستلې شوي ۔په اېس اېم اېس ترلاسه كېدو ما بېنك كښې شكايت درج كړو خو م?? ته څه رېليف ترلاسه نه شو۔د دې نه پس بينكنګ محتسب سره مې مراجعه وكره چې زما د اكاؤنټ څخه د فراډ د لارې 8 لكه ويستلې شوې روپۍ دې واپس كړے شي۔ بينكنګ محتسب پريكړه وكړه چې د شكايت كونكي اضافي ??اب??ه نمبر د بېنك په رېكارډ كښې د اكاؤنټ هولډر لخوا د اجازې نه غېر شامل كړے شوے ٬ځكه شكايت كونكي ته د پیسو د ويستلو او لين دين په حقله اېس اېم اېس نه دے ترلاسه شوے