اسلام آباد18 دسمبر(اے پی پی) خارجه و??ير شاه محمود قرېشي د خليجي مرستې كونسل جنرل سېكرټري نائف الهجراف د او آئي سي خارجه و??يرانو كونسل غېر معمولي غونډه كښې په ګډون كولو هركلي كولو سره ووئيل د ده د راتللو سر?? به د جي سي سي هېوادونو سره دم پاكستان ګڼ اړخيزه اړيكو ته پراختيا ترل??سه شي۔د پاكستان او خليجي مرستې كونسل ترمينځه ستراتېژېكي شراكتدارۍ لوظ نامه يو تعميري پېشرفت دے۔خارجه دفتر ته په راتګ د خليجي مرستې كونسل جنرل سېكرټري نائف الهجراف د خارجه و??ير شاه محمود قرېشي سره ملاقات وكړو۔خارجه و??ير ووئيل د فيټف په معامله د جي سي سي د اړخه د پاكستان په حمايت كولو مننه كوو۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان مارچ 2022 كښې د او آئي سي خارجه و??يرانو كونسل 48مې غونډې كوربتوب لپاره چمتو دے٬پرله پسې د خارجه و??يرانو كونسل د غونډو كوربتوب د اسلامي هېوادونو لپاره د پاكستان د سنجيده سوچ ترجماني كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل 40 كاله پس په افغانستان كښې د امن موقع ترل??سه كېږي۔په افغانستان كښې رامخې ته شوې انساني بحران حل كولو لپاره كه په سمدتي توګه اقدامات ونه كړې شو نو د دې اثرات به په ګاونډي هېوادونو٬سيمې او نړۍ پريوځي۔ده ووئيل د 57 اسلامي هېوادونو تنظيم او آئي س?? د ??لګرو ملتونو قراردادونو له م??ې د كشمير مسئلې حل لپاره كردار ترسره كولې شي۔د خليجي مرستې كونسل جنرل سېكرټري په كوربتوب كولو د شاه محمود قرېشي مننه وكړه