اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي حکومت به خپله پنځه كاله پورا كوي٬ ګراني او بې روزګاري به ختموٶ٬ د ډالر په مقابل كښې به د روپۍ قدر مستحكم كېږي٬ د هېواد دوه كورنيو د هېواد دولت په بې د??دۍ لوټ كړے٬ څلور واړه شريفان د پاكستاني سياست نه وتلي دي، د اپوزيشن په لانګ مارچ كښې به خنډان نه راولاړوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په داخله وزارت كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په ورثه كښې د پاتې خرابې معاشي وضعې له امله په مجبورۍ كښې د آئي اېم اېف ??رطونه هم منل وي٬ عمران خان چې آئي اېم اېف ??ره مراجعه كوي نو ناسمه خو چې دوي كوي درست وي ۔ ده ووئيل اپوزيشن كه غواړي چې لانګ مارچ وكړي يا لونګ مارچ تر ھغه وخته به خنډان نه راولاړوو تر څو ئې چې د قانون خلاف ورزي نه وي كړې۔ ده ووئيل پاکستان 23 وارې د آئي اېم اېف پروګرام اخستے ۔ ده ووئيل اوس به د ډالر په مقابل كښې د روپۍ قدر ښه كېږي۔ ده ووئيل څلور مياشتې پس بلدياتي انتخابات كېدونكي دي٬ په 23م مارچ د پاكستان تاريخي پرېډ دے چې پكښې به مهم شخصيت ګډون كوي او د چين جے اے 10سي به هم فلائنګ پاسټ كوي٬ اپوزيشن په دې ورځ ولې مارچ كوي؟۔ وفاقي وزير شېخ رشيد ووئيل په اېپكس كمېټۍ كښې هم افغانستان او افغانانو لپاره وزيراعظم د نېكو جذباتو او په انساني بنيادونو د مرستې ذكر كړے۔ د ميډيا د پوښتنو په ځواب وفاقي وزير ووئيل آئي اېم اېف ??ره مراجعه مجبوري وه٬ د لوي څښتن په حكم به د عمران خان حکومت پنځه كاله پورا كوي۔ ده ووئيل د دې قام اصل مسئله معاشي ده كومه چې په ورثه كښې راته پاتي شوې٬ په ماضي كښې چې كوم لوټ م??ر شوے او قامي خزانه په بې دردۍ لوټ كړې شوې د هغې د زيان سره ټول قام مخ دے۔ د افغان پولې پحقله وفاقي وزير ووئيل په 2600 كلوميټره پوله از??ن تار لګولے شوے