اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په لاهور كښې ??امخې ته شوې پېښه د افسوس وړ ده،ځينې امن مخالف قوتونه دلته د اسپائيلرز ك??دا?? ترسره كول غواړې، هغوې نه غواړې چې پاكستان كښې معاشي استحكام وي۔د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې ??ارجه وزير ووئيل مونږ له يريدلو ته حاجت نشته مونږ له د دغې عناصرو مخنيوې كول وي۔تير وخت كښې هم زمونږ قام او سپاهانو په مړانه د دغې قوتونو مقابله كړې او هغوې له ئې ماتې وركړې سباؤن كښې ??ه هم دغه ډول ماتې وركولې شي،مونږ سيمه كښې ?? امن او امان خوښي لرو۔ شاه محمود قريشي ووئيل زمونږ پاليسي نه يواځې پاكستان بلكه د سيمې معاشي پرمختګ دې، مونږ په ښه ډول د ترهه ګرۍ مقابله كوو او په دې اړه مونږ د قامي اتفاق رائے لرو۔خارجه وزير ووئيل مقبوضه كشمير صورتحال د ټولو په وړاندې دې ،نن برتانيه كښې “جنګي جرائم” ذكر كېږي ، په هند د نسل كشۍ الزامات لګېږي او نړۍ د هند په ظلمونو په ښكاره ډول خبره كوي۔ده ووئيل هغه عناصر نه غواړي چې پاكستان كښې ??من وي،استحكام او معاشي پرمختګ وي۔ده ووئيل د لاهور پېښې ??مه واري چې كومې ډلې قبوله كړې كتل به دا وي چې د دې په شا څوك دې، هغوې ته تربيه او وسله چا وركړې ؟ مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل د كلبھوشن كيس او انكشافات هم د ټولو په وړاندې دي، مونږ په سفارتي كچه په هر قورم د دغې عناصرو په ضد غږ پورته كړې او په ډاګه كړې مو دې۔ د ترهه ګرۍ په ضد كوټلي تګلاره شته مونږ له به په هغې تلل وي ، مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل هيله لرم چې اپوزيشن به د داسې قامي نوعيت په چارو زمونږ ملګرتيا وكړي۔جنوبي پنجاب په اړه خارجه وزير ووئيل مونږ د جنوبي پنجاب صوبې له عملي شكل وركولو له مخ په وړاندې تلل غواړو ، په دې لړ كښې ??ئيني ترميم لپاره مونږ له 2/3 اكثريت ته اړتيا ده ، په دې اړه شهباز شريف او بلاول بھټو ز??دا??ي له د خط د لارې بلنه وركړې شوې چې د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو لپاره پكار آئيني ترميم په لړ كښې ??مونږ ملګرتيا وكړي۔