ملتان 22 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې هېواد كښې د صدارتي نظام راوستل بے بنسټه ډنډوره ده، وزيراعظ?? عمران خان به خپله آئيني موده پوره كوي۔ د ان هاؤس چينج خبرې هم څه معنيٰ نه لري۔ کورونا 5مه چپه ??ه هېواد كښې تندۍ سره خپريږي خو لاك ډاؤن پلو نه ځو?? جنوبي پنجاب صوبې جوړولو لپاره پاکستان تحريك انصاف په ښه نيت سره كار كوي په دې اړه بشپړه مرستې لپاره مسلم ليګ(ن) او پيپلز ګوند ته خطونه ليږلې شوې۔ دښمن عناصر هېواد کمزورې كول غواړې۔ مجموعي قومي پيداوار په ??حاظ سره د قرضو تناسب 83 فيصده څخه كميدو سره 72 فيصده ته راغلې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ??رځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې او امن راوستلو كښې د ميرمنو د كردار په سرخط سيمينار ته وينا كښې وكړه۔مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل د پاکستان تحريك انصاف حکومت چې كله اقتدار كښې راغلو نو هېواد ديواليه كيدونكې ؤ او مونږ نه غوښتلو سره هم آئي اېم اېف ته لاړو ځكه چې پخواني حکومت 20 اربه ډالره خساره پرېښودلې وه او هېواد د پرمختګ پلو روانولو له مونږ د چين ، سعودي عرب،متحده عرب امارات او ملګرو هېوادونو څخه معاشي معاونت ترلاسه كړو۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د دې خبرې څخه خبر يو چې هېواد كښې ګراني زياته شوې او د عام و??ړي لپاره معاشي مشکلات پيدا شوې دې۔ده ووئيل مونږ هيله لرو او ثابت قدمۍ سره هېواد د معاشي بحران څخه اوباسو۔ده ووئيل هغه ورځ لرې نه ده كله به چې پاکستان په ??عاشي توګه مستحکم شي ځكه چې ن ليګ په دور كښې شرح نمو 5 فيصده وه كومه چې اوس د ورلډ بينك سروے نه پس 5.37 ته رسيدلې دغسې د کورونا په ??جه د نړۍ معيشتونه غيرمستحکم شوې دي۔ ده ووئيل تير دور كښې سري سر آمدن 547 ډالره وو كوم چې اوس 1666 ډالره ته رسيدلې۔خارجه وزير ووئيل ځينې شر خوښې عناصر پاکستان كښې انتشار غواړې خو زه هغوې ته وئيل غواړم چې زمونږ پوځ ،پوليس او نورې قاٰنون نافذ کونكې ادارو په ??ړانه د ترهه ګرۍ مقابله كړې او ب يا به ئې هم كوي۔ده ووئيل پاکستان تحريك انصاف په 27 فرورۍ پنجاب څخه د سندھ پلو مارچ کوي۔دغسې پاکستان پيپلز ګوند هم د سندھ څخه په 27 فروري د مارچ اراده لري۔هيله لرو چې په ??اره كښې به ملاقات وشي۔ده ووئيل د سندھ حکومت بلدياتي قانون مسترد کړې دې ځكه چې هغه په سندھ كښې بے اختياره نظام غواړي۔مونږ په ??نجاب او خېبرپښتونخوا كښې خپلواكه نظام غواړو۔دې نه پس د امن راوستلو كښې د ميرمنو د كردار په سرخط سيمينار ته وينا كښې شاه محمود ووئيل د هېواد په ??رمختګ كښې دميرمنو عمر له كردار ترسره كړې دې او موجوده حکومت ميرمنو خپلواكه كولو له بشپړه ګامونه پورته كړې دي۔ده ووئيل حکومتونه ځي راځي خو داسې كار كول غواړو چې ورسره د عام و??ړي ژوند آسان شي۔