اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د پاكستان حكومت او اولس د مقبوضه جمو كشمير د خلقو د خپلواكۍ حق لپاره د غږ پورته كولو او د هر ډول ممكنه مرستې كولو لپاره د خپل غېر متزلزل عزم پخلے كړے۔د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د كشميريانو لخوا د هن?? د ??مهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو په اړه د مېډيا د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل په مقبوضه جمو كشمير او ټو??ه نړۍ كښې كشميريان د جنورۍ 26مه نېټه د هن??ي جبر په ض?? د ??ورې ورځې په توګه لمانځي۔ده ووئيل دا د افسوس خبره ده چې د تېرو څو ورځو په مهال د هن?? قابضو ځواكونو په مقبوضه سيمه كښې پوځي محاصره لا زياته كړې۔وياند ووئيل د هن??ي حكومت لخوا د خپلو قابضو ځواكونو اهلكارو ته تش د نامې د بهادرۍ د اعزازاتو وركولو پريكړه د بشري حقونو خلاف ورزي٬د ماورائے ??دا??ت قتل٬د بې ځايه ګرفتارۍ٬د هن??ي رياستي ترهه ګرۍ٬د بې شمېره ځپليو د وقار سپكاوې دے۔