اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې هېواد په معاشي توګه مستحكمول او په ګرانۍ قابو موندل د حكومت مشن دے٬ حكومت د اپوزېشن ??وم تحريك څخه خطر نه لري٬د تحريك انصاف حكومت به نه يوازې خپله آئيني موده پوره كوي بلكه د كال 2023 په ټاكنو كښې به اولس د كاركردګۍ په بنياد يو ځل بيا تحريك انصاف كامي??بو??٬پاكستان د كوم بلاك برخه نه٬مونږ د چين او امريكې پشمول ټولو هېوادونو سره د ښه اړيكو خوښي لرو۔يوسف رضا ګېلاني د حفظ ماتقدم په توګه استعفٰی وركړې٬بېرته به يې واخلي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په سېنېټ كښې د سټېټ بانك په موقع د مخالفې ډلې مشر سيد يوسف رضا ګېلاني نه راتلل حكومت ته ګټه ترلاسه شوې٬د يوې رائے څخه د تحريك انصاف حكومت ته مهمه كاميابي ت??لاسه شوې٬زمونږ هڅه وه چې مهم بل دې او هغه پاس شي۔د پي ټي آئي غړو د سنجيدګۍ څرګندونه كړې٬سنېټر ډاكټر قاسهر وردي د ناروغۍ ??ه حالت كښې په وهيل چيئر رارسېدلې او رائے يې وركړې۔اتحادي ګوندونو بشپړه مرسته كړی او د اپوزېشن ګوندونو چې كومو غړو رائے راكړي د هغوي مننه كوو