اسلام آباد11 فروري (اے پي پي) د نړيوال اسلامي پوهنتون خطيب ډاكټر ضياالرحمان وئيلي دي اسلام انسانانو ته د رنګ او نسل په ځائ د الله او د هغه د بندګانو د حقونو د ادائيګې په بنياد د عزت او احترام رتبه وركوي. دا خبرې د ايوان صدر په جامع جومات كښې د ??مع?? په خطبه كښې وكړې. د ايوان صدر د جامع مسجد څخه د ??مع?? خطبه نېغ په نېغه خپره كړې شوه. صدر ډاكټر عارف علوي او د ايوان صدر چا??واكو او عملې د ايوان صدر په جومات كښې د ??مع?? مونځ ادا كړو. ډاكټر ضياالرحمان په خپله خطبه كښې ووئيل الله تعالٰی په نظام كښې توازن راپېدا كولو او انسانان يو بل سره تړلو لپاره د دوي ضروريات يو بل سره تړلي، خو په شتمندو خلقو لازم دي چې دوي په نعمتونو كښې نور هم شامل كړي، په دوي د غريبانانو، مسكينانانو، يتيمانو او مستحقين?? حق دے. ده ووئيل د الله او د هغه د بندګان?? حقونه ادا كول، خېر ښېګړه او په كمزورو احسان كول اعلٰی انساني صفات دي او د دې لوي اجر دے. په دې موقع د هېواد او قوم سلامتيا، پرمختګ او خوشحالې لپاره دعا وكړې شوه. د يادونې وړ ده د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په هدايت د خلقو لارښودنې لپاره د ايوان صدر د جامع جومات څخه د ??مع?? خطبه نېغ په نېغه د خپرولو لړې پېل كړې شوې