اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آ??ريدي وئيلي دي چې په نړۍ كښې د اسلاموفوبيا مخ نيوي لپاره د شعور بېدارولو ضرورت دے?? وزيراعظم عمران خان په ټولو نړيوالو فورمونو د اسلاموفوبيا په ضد غږ پورته كړے. د خالي په ورځ د تركيې د صدارتي مذهبي چارو مشر ډاكټر علي ارباز په مشرې كښې پلاوي د پارلمان دوره وكړه. پلاوي د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آ??ريدي، د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري او د سېنېټ د مذهبي چارو د قائمه كمېټې غړو سره ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د منطقې په مجموعي صورتحال خبرې وشوې. په دې موقع د سېنېټ ډپټي چيئرمېن ووئيل چې پاكستان ورور اسلامي هېواد تركيې سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري، تركيې تل په نړيوالو فورمونو د پاكستان د دريځ ملاتړ كړے. ده ووئيل چې ورور هېواد تركيې د فلسطين او كشمير مسئلو په اړه چې كوم دريځ خپل كړے، هغه د ستائنې وړ دے. ده ووئيل چې په نړۍ كښې د اسلاموفوبيا مخ نيوي لپاره د شعور بېدارولو ضرورت دے?? وزيراعظم عمران خان په ټولو نړيوالو فورمونو د اسلاموفوبيا په ضد غږ پورته كړے.