اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په ځوانانو زور راوړې دې چې هغوي دې د ونو په لګولو کښې بشپړه برخه واخلي، هره کورنۍ دې لږ تر لږه 5 ونې وکري، دا د راتلونکو نسلونو لپاره ضرور?? ده، ټوله نړۍ د موسمي بدلون مخنيوي له زمونږ د ??با??زې اعتراف كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ په پاكستان كښې د سكاؤټس نړيوالې ورځې په موقعه د كال 2022 پسرلي موسم د ونو كرلو كمپائن پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل سکاوټس ته د دوئي د جوړېدو نړيوالې ورځې په موقعه ??با??كي وركوم ٬ له بده مرغه پاکستان یو له هغو لسو هیوادونو څخه دې كوم چې د موسمياتي بدلون له خطر سره مخامخ دي، د ونو په کرلو سره مونږ د خپلو راتلونکو نسلونو تحفظ كولې شؤ او دوئي ته يو غوره چاپېريال وركولې شؤ۔ وزيراعظم په ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې د ونو په لګولو کښې بشپړه برخه واخلي، هره کورنۍ دې لږ تر لږه 5 ونې وکري۔ وزيراعظم ووئيل پاك پروردګار پاكستان ته 12 موسمونه وركړې دي او دلته هر يو يو بوټې كېږي٬ مونږ بايد د پروردګار د نعمتونو قدر وكړؤ۔ مونږ د هغه د نعمتونو قدر نه دې كړې ځكه خو عذابونو ګېر كړې يؤ۔ وزیراعظم ووئيل د روان پسرلي موسم په مهال د 54 کروړه و??و لګولو هدف ټاكلې شوې دې۔ دې نه وړاندې هدفونه ترسره شوي دي دا به هم ترسره شي۔ وزیراعظم د ونو كرلو كمپائن په كاميابۍ ملك امين اسلم او د هغه ډلې ته ??با??كي وركولو سره و??ئيل ټوله نړۍ د موسمي بدلون مخنيوي له زمونږ د ??با??زې اعتراف كوي۔ دستورې ته خپل خ??اب كښې د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملک امین اسلم ووئيل چې تر دې دمه مو د اونو نالولو حوالې سره ټول هدفونه ترلاسه كړي دي چې ورسره د زرګونو په شمې?? وګړو ته روزګار ترلاسه شوې دې۔ د روان موسم په مهال به 5 چنده زياتې ونې نالولې شي۔ هغه و??ئيل سعودي عربستان سره د ماحولياتو په اړه اېم او يوز لاس ليك شوي دي۔ د برطانيې وزيراعظم او ورلډ اكنامك فورم هم ماحوليات لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه كړې ده۔ هغه و??ئيل مونږ په 9 نيم زره سائټس اونې كرلې دي او د دې تفصيلات مو پبلك كړي دي۔ دې نه وړاندې وزيراعظم ونه نالولو سره د پسرلي موسم د ونو كرلو كمپائن 2022 پرانسته و??ړه۔ په دې موقعه د زده كړو وفاقي وزير شفقت محمود هم موجود وو۔(