اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند لارښود او پخوانې داخله وزير سېنېټر رحمن ملك د شورؤ په ورځ په يو نجي روغتون كښې په حق ورسېد۔ د هغه عمر 70 كاله وو۔ هغه د بینظیر بھټو چیف سکیورټی افسر پاتې شوې وو او په اېف آئي اے او آئي بي كښې ئې هم خپل خذمات ترسره كړې وو?? رحمان ملک نزدې درې اونۍ وړاندې د کورونا وائرس رنځ س??ه مخ شوې وو چې له امله ئې په يو نجي روغتون كښې درملنې روانې وې٬ د طبيب??نو د زياتو هڅو باوجود هغه د شورؤ په ورځ په حق ورسېد?? رحمان ملك د پيپلز ګوند په دور كښې د كال 2008ء نه تر 2013ء داخله وزير پاتې شوې وو۔سېنېټر رحمان ملك د ځان نه ??روسته يوه كونډه او دوه ځامن پرېښودل۔ هغه د كال 1951 دسمبر مياشتې په 12 مه نېټه سيالكوټ كښې زېږ??دل?? وو ٬ كراچي يونېورسټي څخه ئې په شماريات كښې اېم اېس سي كړې وه۔ سېنېټر رحمان ملک د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مهم كردار ترسره كړې وو چې په نتيجه كښې ئې هغه ته ستاره جراﺀت او نشان امتياز وركړې شو ?? رحمان ملک يو شمېر كتابونه ??م ليكلي دي په كومو كښې چې مودی وار ډاکټرائن، داعش او ټاپ 100 انوېسټی ګېشنز شامل دي۔ د ده په مړينه صدر مملكت ٬ وزيراعظم ٬ داخله وزير ٬ د اطلاعاتو وزير ٬ خارجه وزير او د پيپلز ګوند مشرتابه او نورو سياسي او سماجي شخصياتو د غم دړد او افسوس څرګندونه ??ړې ده۔