اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف به د وزيراعظم عمران خان په ??لنه په ??وه ورځنۍ سركاري دوره د زيارت په ورځ پاكستان ته راځي٬هغه سره به د لوړې كچې پلاوې هم راځي چې پكښې به خارجه وزير٬د كابينې نور غړي او اعلٰی سركاري چارواكي٬كاروباري كسان او د مېډيا غړي شامل وي۔په كال 2016م كښې د صدراتي چوكۍ سنبهالولو نه پس به د ازبك صدر مرزيوف لخوا دا د پاكستان وړومبۍ دوره وي۔د ازبكستان صدر په ??اسې وخت كښې پاكستان ته راروان دے كله چې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 30 كاله ترسره شوي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د دورې په مهال به د پاكستان او ازبكستان مشران په ??ېلا بېلو څانګو كښې د مرستې پشمول د دوه ا??خيزه ا??يكو د ټولو اړخونو جاج اخلي۔په ??ې موقع په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو خبرې كولې شي او ګڼ شمېر دوه ا??خيزه لوظ نامې به هم لاس ليك كولې شي۔د وزيراعظم عمران خان او د ازبكستان صدر ترمينځه به يو په يو ملاقات كېږي او بيا به د پلاويو په كچه خبرې كېږي۔وزيراعظم به د ازبك صدر په ??ركاري توګه مېلمستياﺀ هم كوي۔د ازبك صدر مرزيوف او د صدر مملكت عارف علوي ترمينځه به هم ملاقات كېږي۔دواړه هېوادونه به د دوه ا??خيزې مرستې په وده او د پاكستان٬ازبكستان او افغانستان په ټرانس افغان رېلوے پروژه هم خبرې كوي۔د دواړو هېوادونو د تجارانو ترمينځه به هم خبرې كېږي۔د صدر دورې نه وړاندې به د دواړو هېوادونو ترمينځه نن د مارچ په ????هم?? نېټه په ??سلام آباد كښې د شريك وزارتي كمېشن اوومه غونډه او دوهم جوائنټ بزنس فورم غونډه هم كېږي