اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان ته د يورپي كونسل صدر چارلس مشيل د ګل په ورځ ټېليفون كړے٬په ټېلېفون خبرو كښې پېښور كښې په جومات د ترهه ګرو په بريد كښې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه او د يوكرين په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د كونسل صدر په خبرو كښې وزيراعظم عمران خان د يوكرين په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولو سر?? په روانه پوځي شخړه د تشويش څرګندونه وكړه او په دې خبره يې زور راوړو چې لا تاؤ تريخوالي به په منطقه او نړۍ منفي اثرات مرتب كړي۔وزيراعظم جنګ بندۍ او تاؤ تريخوالي كښې په كمي او په يوكرين كښې د وګړو لپاره د بشري مرستې په اهميت هم زور راوړے۔وزيراعظم ووئيل پاكستان روس او يوكرين سر?? د ملګرتيا اړيكې لري او دې دو??ړو ډلو سر?? زمونږ نزدې رابطې پاتې شوي۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې شخړه ب ه د مذاكراتو او سفارتكارۍ د لار?? حل كړې شي۔دواړه لارښود دې خبرې ته هم صلاح شوي چې د پاكستان پشان هېوادونه په دې هڅو كښې د سهولت كار كردار ادا كولې شي او دا دو??ړه هېوادونه به شريكو مقصدو ته د ودې وركولو لپاره نزدې رابطې په ځاې ساتي۔پاكستان اروپائي ائتلاف سر?? د اړيكو اهميت رامخې ته كولو سر?? وزيراعظم ووئيل د اروپائي ائتلاف مشرتابه سر?? ملاقات لپاره د خپلې دو??ې برسلز په طمعه يم۔ده صدر چارلس مشيل ته د پاكستان دو??ې بلنه هم وركړه