اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد سپارښتنه كړې د س??اس?? ګوندونو په جلسو بايد د اسلام آباد وګړي په تګ را??ګ كښې د ستونزو سره مخ نشي، انتظاميه دې دا خبره باور كړي چې س??اس?? ګوندونه خپلې جلسې تر مختص ځايونو اوساتي۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې داخله وزارت كښې د س??اس?? ګوندونو جلسو پحقله مهمه غونډه د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په مشرۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د پارلماني چارو سلاحكار ډاکټر بابر اعوان، داخله سېكتر پشمول د اسلام آباد او پېنډۍ انتظاميې او د پوليس اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ ۔ په غونډه كښې د اسلام آباد پوليس معاونت لپاره د پنجاب او خېبر پښتونخوا اضافي نفري را??وښتلو او امن او امان باوري كولو لپاره رېنجرز او د اېف سي د اضافي نفرۍ را??وښتلو هم پرېكړه شوې ٬ د س??اس?? جلسو سكيورټي لپاره به په داخله وزارت كښې كنټرول روم هم جوړولې شي ۔ په دې موقع ډ??كټ?? بابر اعوان ووئيل حكومت به د وګړو د ځان او مال تحفظ لپاره هره آئيني لاره خپلوي