اسلام آباد 07 اپرېل(اے پی پی) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل وئېلي دي پاكستان تحريك انصاف راروانو ټول ټاكنو له په بشپړه توګه چمتو دے۔د زيارت په و??ځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان اولس په ملاتړ به پي ټي آئي په ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي۔ده ووئيل اپوزېشن ګوندونه په اولس كښې د زيات مقبوليت نه لرلو په و??ه ټاكنو څخه تښتي۔د قامي اسمبلۍ بحالۍ په اړه د سپريم كورټ په پريكړه تبصره كولو كښې ده ووئيل مونږ عمر له د عدالتونو احترام كړے٬د منحرف غړو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بايد ټول اتح??دي ګوندونه د هېواد پرمختګ لپاره د پي ټي آئي قيادت سره اودرېدلې وو