اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ 38مه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې ??اش??ګټن كښې د پاكستان سفارتخانې څخه په ترلاسه شوي ټېلي ګرام غور وشو۔د وزيراعظم آ??س لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف٬رانا ثناﺀالله٬مريم اورنګزېب٬احسن اقبال٬وزيرمملكت حنا رباني كهر٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا٬سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه٬چيف آف نيول سټاف٬اېډمرل محمد امجد خان نيازي٬چيف آف ايئر سټاف چيف مارشل ظهير احمد بابر٬امريكا كښې د پاكستان پخواني سفير اسد مجيد او اعلٰی سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔د قامي سلامتيا كمېټۍ په ??اش??ګټن كښې د پاكستان سفارتخانې څخه ترلاسه شوي ټېلي ګرام باندې غور وكړو۔ دغسې پخواني سفير اسد مجيد خان كمېټۍ ??ه د خپل ټېلي ګرام سياق وسباق او موادو په حقله بريفنګ وركړو۔كمېټۍ د موادو او كميونيكشن جانچ پړتال نه پس د قامي سلامتيا كمېټۍ د تېرې غونډې د پريكړو توثيق وكړو۔كمېټي د پريمئير سېكورټي ايجنسيز بيا د دې خبرې څخه خبر كړه چې مونږ ??ه د كوم سازش ثبوت نه دے ترلاسه شوے۔د قامي سلامتيا كمېټۍ د كميونيكشن جاج او سېكورټي ايجنسو د اړخه ترلاسه شوو جائزو او د وړاندې كړو نتيجو څخه ئې دا خبره اخذ كړه چې كوم غېر ملكي سازش نه دے شوے۔