اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) وزيراعظ?? محمد شهباز شريف په پېښور كښې سكھ ټولنې سره تعلق لرونكو د دوه پاكستانيانو د قتل سخته غندنه كولو سره هدايت كړے چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی دې د وګړو او په خاص توګه د غېر مسلم پاكستانيانو د ځان او مال حفاظت باوري كولو لپاره اقدامات وكړي، د رنجيت سنګھ او كنول سنګھ قاتلا?? دې زر ونيول شي او د قانون له مخې دې سخته سزا وركړې شي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا ??ان??ې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظ?? محمد شهباز شريف و??ئي?? چې د دې ترهګرې په شا د پاكستان دښمني ده. داسې دښمنان به له مېنځه وړو. وزيراعظم د رنجيت سنګھ او كنول سنګھ كورنۍ سره غمرازي وكړه او وې ??ئي?? چې ځپليو كورنيو ته باور وركوو چې د قاتلانو په نيولو كښې به وفاقي حكومت بشپړه مرسته كوي.