اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)پاكستان د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ??قدامات نه پس د مقبوضه كشمير په خراب صورتحال هند څخه احتجاج كړے۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد كښې د هند ناظم الامور د جمعې په ورځ خارجه وزارت ته رابللے شوے او د پاكستان حكومت لخوا د 5 اګست 2019 مقبوضه كشمير كښې د هند غېر قانوني او يو اړخيزه ??قدام ورته په ښكاره توګه مسترد كولو وئېلې شوي ٬ كوم چې د نړيوال قانون٬د ملګرو ملتونو چارټر او څلورم جنيوا كنونشن سره سره په تنازعه جمو كشمير د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ګڼ شمېر قراردادونو خلاف ورزي ده۔ دغسې ناظم الامور ته د هند لخوا مقبوضه سيمه په نړيواله توګه تسليم شوي متنازعه حېثيت په يو اړخيزه ??وګه بدلولو او د وحشيانه پوځي قبضې قوي كولو لپاره په شوو ناجائزو اقداماتو سخت احتجاج رېكارډ كړے شو ۔د يادونې وړ ده د هند د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ??قدامات درې كاله تېرېدو نه باوجود هم مقبوضه سيمه كښې په سخته وسله واله پوځي محاصره كښې كوم كمے نه دې راغلے او د بشري حقونو صورتحال لا خرابېږي۔ناظم الامور ته د پاكستان د دې غوښتنې يادګېرنه شوې چې د هند حكومت دې د 5 اګست 2019 خپل غېر قانوني او يو اړخيزه ??قدام بېرته واخلي٬په سمدستي ت??ګه دې مقبوضه كشمير كښې خپله غېر انساني پوځي محاصره ختمه كړي٬د مقبوضه سيمې آبادياتي ډهانچې بدلولو غېر قانوني اقدامات مخ نيوي پشمول دې جعلي مقابلو٬محاصرې او د لټون په كاروائيو كښې د كشميري ځوانانو ماورائے عدالت قتل بند كړي ٬ دغسې په غېر قانوني ت??ګه نظربند كشميري ځوانان او سياسي مشرتابه دې خوشے كړي او د حريت لارښود محمد ياسين م??ك ته د فرضي ت??رونو له مخې اورولې شوې سزا او بې بنسټه مقدمه دې بېرته واخلي ٬ دا هم غوښتنه شوې چې هند د كشمير څخه 9 لكه قابض پوځ ستون كړي او كشميريانو له دې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ كښې د منصفانه او غېر جانبداره استصواب رائے د خپلواكې حق استعمالولو اجازه وركړي ٬د كوم حق چې دوي ت?? د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو كښې وركړے شوے۔