ګلګت 02 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمعې په ورځ د ګلګت او غذر سېلاب ځپليو سيمو دورې په موقع په ګلګت كښې د ششپر ګلیشیئر هنزہ سېلاب ځپليو ته د مرستې چيكونه وركړې دي ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ګلګت په هوائي مېدان په راجوړه كړی دستوره كښې وزيراعظم د ششپر ګلیشیئر سېلاب ځپليو هغو 9 كسانو ته چې كورونه يې په مكمل توګه تباه شوي وو د كور پ?? سر 8 لكه روپۍ ا?? داسې 6 ځپليو ته چې كورونو ته يې جزوي زيان رسېدلے ؤ د كور پ?? سر د 5 لكه روپو ما??يت چيكونه وركړل۔