اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ملكه الزبته دوئم په مړينه د ب??تانيې وزيراعظم الزبته ټرس ته د غمرازۍ خط ليكلے چې پكښې د ملكه الزبته دوئم په مرګ د ب??تانيې خپل همڅنګ او د هغه كورنۍ سره د غم او د افسوس څرګندونه شوې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيرعظم په خط كښې ليكلې دي په حيثيت د ملكه٬په برتانيه تر ډېرې مودې حكمرانۍ سره سره ملكه الزبته په دې ټوله موده كښې د ب??تانيې او په ټوله نړۍ كښې په مثبت بدلونونو كښې كليدي كردار ادا ??ړے ٬ملكه الزبته د دولت مشتركه لپاره خلوص او د هغې په غوړه نګرانۍ كښې دا تنظيم د نړۍ تر ټولو لوي د آزادو هېوادونو تنظيم جوړ شوے۔وزيراعظم ووئيل تر ډېرې مودې د اولس د ګټې تحفظ لپاره په خذمات د ملكه الزبته شخصيت او د هغې موجودګي د يونائيټډ كنګډم او د نړۍ ټولو خلقو لپاره هغه د اتحاد ٬ اخوت او طاقت نشانه ؤه ٬د ب??تانيې او دولت مشتركه قيادت په توګه د پاكستان اولس د ملكه الزبته لپاره تل د احترام او عزت جذبات لرلي۔وزيراعظم ووئيل په لسيزو محي?? ح??ومت كښې د پاكستان اولس او د ملكه الزبته ترمينځه د عزت او احترام رشته لا زياته شوې۔وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې ز??ا پشمول د ټول پاكستانې قام ټولې همدردۍ د ب??تانيې شاهي كورنۍ٬د ب??تانيې حكومت او اولس سره دي