نيويارک 20 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په افغانستان او دې څخه بهر دايمي امن او استحكام لپ??ره له موقتي افغان حكومت سره د نړيوالو اړيكو د دوام په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي چې يو امناكه٬ مستحكم او سوكاله افغانستان د پاكستان ترجيح ده۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 77 مې غونډې په مهال افغانستان لپ??ره د امريكا خاص استازي تھ??مس وېسټ سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د بهرنیو چارو وزیر د توسيعي ټرائيكا مېكانزم په شمول په افغانستان کښې د پرمختګ لپ??ره د سیمه ی??زې اجماع د اسانولو لپ??ره د پاکستان هڅې په ګوته کړې۔ ده د پاکستان لخوا د افغانستان سره د دوه اړخیزو خبرو اترو د ملاتړ او همدارنګه د نړیوالو بشردوستانه مرستو د اسانتیاوو په برخه کښې د مختلفو ګامونو یادونه وکړه۔ د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کښې بشري وضعیت ته اشارې سره چې ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې په راتلونکي ژمي کښې به نور هم خراب شي، د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړو چې د دغه ډول وضعیت نتيجې ښايي چې دا به په لویه کچه د کډوالو د راتګ او د ترهګرو د پیاوړتیا سبب جوړ شي.افغانستان لپ??ره د امريكا خاص استازي تھ??مس وېسټ په افغانستان كښې امن ٬ استحكام او دې څخه د انخلاﺀ په عمل كښې د پاكستان هڅې وستائلې۔ دواړو لارښودو د افغان اولس د کړاوونو د کمولو او د سیمه ی??زې سولې او ثبات لپ??ره دوامدارې همکارۍ ته د اړتيا اعتراف وكړو