استنبول 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره د جمعې په ورځ پاك بحريه لپاره په څلورم ملجم کاروېټ بېړيو كښ?? د درېمې بېړۍ پي اېن اېس خېبر شاملولو پرانسته وكړه كومه چې د پاك تركيه په ستراتېژك پارټنرشپ كښ?? مهم سنګ ميل دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې موقع ووئيل د پاکستان او ترکيه ترمېنځه ژورې تاريخي اړيكې د و??ت تېرېدو س??ه لا مضبوطېږي٬ دواړو هېوادونو په ګډه د پرمختګ سفر جاري ساتلے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د صدر رجب طيب اردوان په بلنه د تركيه په دوه ورځنۍ دوره تللے٬ په استنبول شپ يارډ كښ?? د پي اېن اېس خېبر لانچنګ دستوره كښ?? وفاقي وزيران مريم اورنګزېب، سيد نويد قمر او اسرار ترين هم موجود وو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سردودونه وغږولے شول او شپ يارډ ته په رسېدو وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف دستورې ته خپلې وېنا كښ?? ووئيل د دوېم كور تركيه په دوېم ځل دوره كولو خوشحاله شوے يم، نننۍ ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تاريخي اړيكو كښ?? عظيمه ورځ ده٬ دواړو هېوادونو په هره سخته كښ?? د يو بل ملګرتيا كړې٬ ترکيه په هر نړيوال فورم د پاكستان ملګريتا كړې۔ ده ووئيل صدر رجب طيب اردوان يو دور اندېش لارښود دے، د دوي په مشرۍ كښ?? تركيه جديد فلاحي رياست جوړ شوے۔ وزيراعظم ووئيل كه د امن سره اوسېدل غواړې نو بيا هم جنګ لپاره به ځان چمتو س??تل وي، نن نړۍ يو شمېر شخړو س??ه مخ ده٬ ده ووئيل د روسيه او يوكرائن ترمېنځه د غنمو د برآمد په لوظنامه كښ?? تركيه مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ غونډې پاكستان هم د توان كمي سره مخ دے٬ پاکستان د تجديد و?? توان او د توان ارزانو ذريعو لپاره اقدامات كوي۔ ده د تركيه سرمايه كارو له پاكستان كښ?? د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه له د تجديد وړ توان ذريعو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كول پكار دي ٬ دواړو هېوادونه په آلودګۍ كښ?? كمي لپاره هم په ګډه كار كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په دې وروستيو كښ?? سخت سېلاب سره مخ ٶ، ترکيه د پاکستان بشپړه مرسته كړې، ترکيه څخه 15 الوتكې د سامان رارسېدلې ٬ په ماضي كښ?? هم په هر سخت وخت كښ?? تركيه د پاكستان مرسته كړې، وزيراعظم شهباز شريف ووئېل پاکستان او تركيه به په ګډه د پرمختګ سفر دوامداره ساتي۔ په دې مهال وزيراعظم د بېړۍ په جوړولو كښ?? برخه اخستونكو ته هم پېزوئنې وړاندې كړې