اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) داطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي کرکټ زمونږ د کلتور برخه ګرځېدلې، پاکستان ته د کرکټ د نړیوالې لوبډلې راتګ کورني کرکټ او پا??ستاني اولس لپاره د مثبت فعالي?? سبب جوړ شوے دے۔ د برطانيې كركټ لوبډلې په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل دا خبره د درناوي ده چې د كال 2005ﺀ نه پس په اولني ځل ټېسټ سيريز لپاره انګلش لوبډله پا??ستان ته راغلې ده۔ دې ووئيل ډومېسټك كركټ لپاره ضروري ده چې نړيوالې لوبډلې پا??ستان ته راځي۔ دې ووئيل ټېسټ سېريز د كركټ اصل روح دے٬ په كركټ سياست نه كېږي ٬ د پا??ستان او انګلېنډ ترمينځه په پا??ستان كښې د ټېسټ سيريز كولو لپاره د برطانوي هائي كمېشنر ٬ د پا??ستان حكومت او وزيراعظم كردار د يادونې وړ دے۔ دې د انګلېنډ لوبډلې د پا??ستان دورې په كولو اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل دې دورې سره په ځوانانو كښې مثبت فعاليت ليدلې شي۔ دې ووئيل د فیفا ورلډ کپ مېچونه هم روان دي، پاکستاني زلمي په مثبتو فعاليتونو كښې بوخت دي۔ دې ووئيل وزيراعظم ډیپارټمنټل سپورټس هم پېل ??ړې دې كوم چې يو غوره ګام دے۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل په پا??ستان كښې د نړيوال ټېسټ سيريز بحالي او د انګلېنډ كركټ لوبډلې راتګ به د پا??ستان په ځوانانو او كورني كركټ اوږد مهاله مثبت اثرات ولري۔ دې ووئیل چې ??ې ټېسټ سيريز سره به د نورو نړيوالو لوبډلو هم په پا??ستان كښې په كركټ كولو باور زيات شي۔ دې ووئيل کرکټ زمونږ د کلتور برخه ګرځیدلې ده٬ د پا??ستان هر وګړې په كركټ كښې خوښي لري۔ دې ووئيل پا??ستان او انګلېنډ غوره لوبډلې لري كومو چې اوسني ټي ټونټي ورلډ كپ كښې فائنل وكړو۔ دې ووئيل كركټ يوه ښكلې لوبه ده ٬ څوك چې غوره لوبه وړاندې ك??ي هغه ګټه ترلاسه كوي٬ او هم دا جذبه بايد ولرلې شي۔ دې دواړو لوبډلو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل ټېسټ سیریز به پا??ستاني اولس لپاره د بشپړه تفريح موقعه ثابت شي۔