پينډۍ 15 دسمبر (اے پي پي) د امريکې سينټرل کمانډ(سينټکام) کمانډر ،جنرل مائيکل اي??ك کوريلا په پينډۍ كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير سره ملاقات کړې چ?? پكښې د شريكي خوښي په چارو ، سيمه اي?? استحکام او د سلامتيا په صورتحال، دفاعي او امنيتي مرسته او په خاص توګه په عسکري اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې د امريكې سينټرل کمانډ(سينټکام) کمانډر جنرل مائيکل اي??ك د زيارت په ورځ د پاك پوځ جنرل هيډکوارټرز (جي ايچ کيو ) پينډۍ دوره وكړه، هغه د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو۔ جي ايچ کيو پيندۍ ته په راتګ د پاك پوځ ??وي چټك ډ??ي هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔سرلښكر سره د ملاقات نه پس د امريکې سينټرل کمانډ(سينټکام) کمانډر جنرل مائيکل اي??ك د پلاوي په كچه هم ملاقات وكړو۔ د امريکې سينټرل کمانډ(سينټکام) کمانډر ،جنرل مائيکل اي??ك کوريلا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان کاميابو، سيلاب څخه د بچ كولو هڅو او سيمه اي?? امن لپاره مرسته وستائله۔ پلاوې به نن د طورخم دورہ هم كوي چرته به چې پلاوي ته د ترهه ګرۍ مخن??وي او د پاکستان افغانستان په پوله د بارډر مينجمنټ ميکنزم په اړه خبرولې شي۔