کوئټه 21 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواج?? محمد آصف وئيلي دي په ټوله نړۍ كښې بازارونه د شپې زر بنديږي٬ مونږ له به د پرمختلليو هېوادونو د ژوند جديد طرز خپلول وي،وسائل وړاندې څخه كم وؤ ٬ ??ېل??ب هېواد نور هم ځپلے دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ وفاقي وزيرانو سره کوئټه ته رسيدلو نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير خواج?? محمد آصف ووئيل د حکومت سره سره د قام هم ذمه واري ده چې د وسائلو بچت وكړي ٬ کوئټې ته د راتللو مقصد صوبائي حکومت د توان بچت په سټريټجي اعتماد كښې اخستل او مرسته ترلاسه كول دي ځكه چې د توان بچت زمونږ هېواد له ضروري دے ، ده ووئېل كله چې حكومت ترلاسه شو نو وسائل د نه لرلو برابر وؤ۔آئي اېم اېف پروګرام ته هم تير حكومت زيان رسولے ؤ ،زمونږ حکومت هڅي كړي چې په مالي مسائلو قابو وموندلے شي، دې نه پس اړوندو چارواكو د توان بچت په اړه د وفاقي کابينې څخه په منظور شوې سټريټيجي بريفنګ و??كړ??،وفاقي وزير خواج?? محمد آصف د توان بچت سټريټجي په اړه بريفنګ په موقع ووئيل د آئي اېم اېف شرطونه نور زيات شوي ۔د وسائلو کمے دے او د ??ېل??ب له امله ستونزي زياتي شوي ، ده ووئېل د توان بچت سره مالي وسائل كښې زياتوالے ممكن دے ٬ توان كښې برېښنا ٬ ګاز او پټرول او اوبه شامل دي۔وفاقي وزير خواج?? محمد آصف ووئيل زمونږ د لائف سټائل څخه توان زيات استعمالېږ?? ، ??ټرول او ګاز درآمد کوو ٬ په دې زرمبادله خرڅ كېږي، د توان بچت په اړه كوټلي سټريټجي جوړه شوې ٬ ده ووئېل په سټريټجي عملدرآمد او مطلوبه نتيجو لپاره صوبائي حکومت او د سوداګرو مرستي ته اړتيا ده