اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئ??لي دي چې د عصري ټيکنالوجۍ په دور كښې به پاکستان ټ??لي ويژن تر ټولو لوے ور??وئل سټوډيو ټيکنالوجي ګېپ لرې كولو كښې مرستياله وګرځي، پاکستان ټ??لي ويژن سره ټولې اثاثې موجود دي د كومو چې يوازې په ښه ډول استعمالولو ته اړتيا ده۔ دې دا خبرې د جمعې په ور?? د توان وفاقي وزير انجينير خرم دستګير خان سره د پاکستان ټ??لي ويژن د ور??وئل سټوډيو پ??ان??تې په موقع خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو سېكتره شاهيره شاهد، د پي ټي وي اېم ډي سهېل علي خان او د پېمرا چيئرمېن سليم بېګ هم موجود ٶ۔ دستورې ته خپله وېنا كښې مريم اورنګزېب ووئيل نن د پي ټي وي عملې او انتظاميې د ستړو په سبب په اداره كښې د آئي ټي وړ سلوشنز استعمالېږي كومه چې د عصري دور تقاضه ده۔ دې ووئيل ور??وئل سټوډيو جوړول د پي ټي وي يو بل سنګ ميل دے، دې ته د پاكستان تر ټولو د لوي ور??وئل سټوډيو اعزاز ترلاسه دے ٬ پي ټي وي نيوز درست خبرونو سره به اوس په جديد ډول كښې كار كوي۔ د ور??وئل سټوډيوز پحقله ګډون كوونكو ته ووئيل شول چې پي ټي وي به د سټېټ آف دي آرټ ور??وئل سېټ د لارې قامي٬ سيمه ايز او نړيوالو خبرونو سره سره د موسم٬ لوبو او د حالات حاضره پروګرامونه هم په جديد ډول كښې اولس ته وړاندې كوي٬ پي ټي وي د خپل 58 كلن سفر په مهال يو شمېر مزلونه سر كړې دي٬ پي ټي وي نيوز به د خپل لوي ور??وئل سټوډيو د لارې اولس په جديد ډول كښې خبرونو٬ تجزيو او د پاكستان حقيقي نكته نظر څخه خبر ساتي٬ د ور??وئل سټوډيو جوړېدو سره به قامي٬ سيمه ايز خبرونه٬ سياست٬ كلتور٬تعليم، حالات حاضره او د نړيوالو چارو پحقله د پي ټي وي نيوز ناظرين په جديد اند??ز كښې خبرولې شي٬ د سټوډيوز د لارې به د موسم خبرونو سره سره د لوبو په مېدان كښې هم ناظرين خبر ساتلے شي٬ بهترين آډيوز، هائي ډيفينيشن ويډيوز، ښائسته ګرافکس به د پي ټي وي نيوز د سکرين برخه وي