اسلام آباد۔11جنوری(اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطې (آئي پي سي)وفاقي وزير احسان الرحمان مزاري سره پاكستان كښې د ارجنټائن سفير لیوپولډو فرانسسکو سورس په اسلام آباد كښې ليدلي۔ وفاقي وزير په فټبال ورلډ كپ كښې د ارجنټائن په كاميابۍ ترلاسه كولو سفير ليوپولډو فراسسكو سورس ته مباركي وركړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د د??اړو هېوادونو ترمينځه په لوبو او په خاص توګه د فټ ب??ل ٬ پولو او سكواش په برخو كښې د همكارۍ زيات ګنجاش موجود دے۔ ده زياته كړه چې پاكستان لويې شمېر ځوانان لري او د لوبو په مېدان كښې د د??ئي صلاحيتونو ته وده وركولو له لويه سرمايه كاري كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان فټ ب??ل كوچنګ او تربيه كښې د ارجنټائن د ځانګړې تجربې او پوهې څخه زياته استفاده كېدې شي۔ سفير ووئيل په دې لړ كښې ما د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال سره بشپړه خبرې كړې دي په كومو كښې چې ځوانانو ته په خصوصي توګه پام ګرځولې شوې دې۔ سفير ووئيل ارجنټائن پاكستان سره په خاص توګه د لوبو په برخه كښې د اوږدې مودې تړون ساتلو كښې خوښي لري۔ ده د روان كال په پېل كښې د ارجنټائن د ښځينه فټ ب??ل لوبډلې لو??غا??و د پاكستان د د??رې په اړه هم ووئيل دغسې چې هغوي پاكستان كښې د فټ ب??ل ښځينه لو??غا??و تربيه او كوچنګ وكړې شي۔ ده زياته كړه چې كوئټه سره تعلق لرونكې د پاكستان ښځينه فټ ب??ل ډلې لو??غا??ې غوره ټېلنټ لري۔ په ملاقات كښې وړاندېز وركړې شو چې د د??اړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو ودې له د لوبو پوهانو په تبادله او په لو??غا??و كښې د نشائي توكو (ډوپنګ) لعنت په ضد په ګډه كار كېدے شي۔