اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی)د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي سږ كال به د ګرمۍ په موسم كښې لوډشېډنګ د تېر كال په مقابل كښې كم وي٬په ګوادر كښې د زياتې برېښ??ا او د مستقل رسنې زړه مسئله حل كړی شوې ٬ دغسې د اي??ان سره د شوې لوظ نامې له مخې 100 مېګاواټ برېښنا به ګوادر ته ترلاسه شي٬د تهركول پراجېكټ سسټم څخه 2000 مېګاواټ برېښنا د تعطل نه غېر رسنې لپاره ټرانسمېشن لائن غزولو باندې كار روان دے كوم به چې د ګرمۍ موسم راتللو نه وړاندې بشپړ كړے شي٬مانسهره كښې به د پاكستان تر ټولو لوي 765 كے وي ګرډ سټېشن جوړولے شي چې له امله به ئې داسو او ديامير بهاشا بند څخه پېدا كېدونكې برېښنا د هېواد په سسټم كښې شامله كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔وفاقي وزير ووئيل په ګوادر كښې اوسېدونكو لپاره د زياتې برېښ??ا او د مستقل رسنې مسئله حل كړی شوې ٬تېر كال جون كښې د اي??ان سره د 100 مېګاواټ برښنا لوظ نامه شوې وه٬تېره مياشت پاكستان د خپلې خوا د 20 كلوميټر ټرانسمېشن لائن غزولو كار بشپړ كړو او د اي??ان لخوا هم دا كار بشپړ كړے شوے٬ ده ووئېل د برېښنا د رسنې حتمي لوظ نامه 2 ورځې وړاندې ته??ان كښې شوې٬د دې پروژې له مخې به هلته اوسېدونكو ته خوشحالي او روزګار ترلاسه شي۔ده ووئيل د دې لوظ نامې له مخې د ټولې نړۍ څخه سرمايه كار كوم چې په ګوادر كښې د برېښنا كمي په وجه راغب نه وو اوس به هغوي راشي ۔ده ووئيل د بلوچستان مك??ان ډويژن كښې د جون په مياشت كشې په دې ټرانسمېشن لائن كار پیل كړے شوے كوم چې په رېكارډ موده كښې بشپړ كړے شوے او د كوم به چې د كابينې منظورۍ نه پس پرانسته كولې شي۔ده ووئيل د اپرېل 2022 نه تراوسه 2000 مېګاواټ برېښنا تهركول پراجېكټ څخه په سسټم كښې شامله كړې شوې كومې لپاره جې نوې ټرانسمېشن لائن جوړېدونكے دے او د توان وزارت او د اېن ټي ډي سي تر ټولو لوي پراجېكټ دے كوم به چې د ګرمۍ موسم راتللو څخه وړاندې بشپړ كړے شي د كوم په ??بب به چې د برېښنا په تعطل كښې خنډان نه رامخې ته كېږي۔ده ووئيل د داسو او ديامير بهاشا لپاره ټرانسمېشن لائن غزولې شي كوم لپاره چې په مانسهره كښې د پاكستان تر ټولو لوي د 765 كے وي ګرډ سټېشن جوړولې شي