اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عبد القادر پټېل وئيلي دي چې حكومت د ټي بي ??تم??لو عزم لري٬ په ګرد هېواد كښې د ټي بي وېړيا درملنې روانې دي۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ګرده نړۍ كښې د جمعې ورځ د ټي بي نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ په دې موقعه خپل پېغام كښې د روغتيا وفاقي وزير ووئيل حکومت راتلونكي نسلونه ټي بي څخه ساتلو له فعاله ګامونه پورته كوي۔ ده وئيل په پاكستان كښې هر كال نزدې 400,000 د ټي بي رنځوران د وېړيا تشخيص او درملنو آساني?? څخه استفاده كوي۔ د ټي بي خطرې مخنيوي لپاره پ?? ټولو صوبو كښې 1603 ??خه زيات د روغتيا آسانۍ لرونكې لېبارټرۍ موجود دي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د لكھونو په شمېر خلقو د ټي بي د لاسه ژوند له لاسه وركړې خو اوس دا رنځ لاعلاجه نه دې پاتې شوې۔ ده ووئيل د ټي بي ??تم??لو له به مونږ ټولو له په ګډه هڅې كول ٬ ده وئيل د ټي بي رنځوران بايد فكرمند نه شي دا 100 فيصده د علاج وړ رنځ دے او مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور وي په ګډه په دې رنځ قابو وموؤ۔