اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې 23 مارچ زمونږ د قامی تاریخ يو داسې ??رځ ده كومه چې مونږ ته خپل تير وخت يادوي٬ مونږ ته په روانه وضعه د غور او فكر كولو بلنه راكوي ، پاکستان د سیاسی او آئینی هلو ځلو په نتيجه كښې جوړ شوے او د دې سباؤن په آئین د هغې د روح له مخې عمل كولو سره تړلے دې۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بیان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان ورځې په موقع خپل پیغام كښې ووئيل 23 مارچ زمونږ د قامي تاريخ يوه داسې ??رځ ده كومه چې مونږ ته تېر وخت يادوي۔ مونږ ته په روانه وضعه د غور او فكر كولو بلنه راكوي، دا ??رځ مونږ 1940 ته بيرته بوځي كله چې د نيمي اوچي مسلمانانو د يو جلا هېواد جوړولو قرارداد منظور کړې ؤ ۔ ده ووئيل علامه محمد اقبال د آزادۍ خوب د مسلمانانو د غوښتنو او د جلا هېواد نمائندګي كونكي قرارداد په صورت كښې څرګند شوې وو۔د قائداعظم په مشرۍ كښې د نيمي اوچي مسلمانانو د 7 كلونو تاریخي هلو ځلو د اقبال خوب ريښتيا كړو۔ده ووئيل د پاکستان قیام یقیناً د 20مي پيړۍ يوه معجزه ده۔ ده ووئيل نن چې كله مونږ د پاكستان ??رځ لمانځو او د خپلو بانیانو قربانیو ته پيرزوئن?? وړاندې كوو،بايد مونږ ??غه چیلنجونه نظر انداز نه كړو كوم چې زمونږ ??ه وړاندې دي،نن مونږ د سیاسی او معاشی عدم استحکام سره مخ يو۔وزیر اعظم ووئيل په دې كښې څه شك نشته چې د پاکستان مقدر عظیم کامیابۍ ترلاسه كول دي۔خو دې حقیقت له به مونږ له په خپلو كښې يووالي پيدا كول وي۔