اسلام آباد۔29مارچ (اے پی پی) وزیر??عظ?? شهباز شریف وئيلي دي چې حكومت په هره څانكه كښې د مېرمنو شموليت لپاره په ترجيحي بنيادونو كار كوي٬ د پاكستان آئين د ټولو ادارو ترمينځه د توازن ضمان?? وركوي ٬ پا??ليمان ته په انتظامي چارو كښې بهترۍ لپاره د قانون سازۍ اختيار ترلاسه دے۔ د وزیر??عظ?? آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزير??عظ?? پاكستان مسلم ليګ (ن) سره د تعلق لرونكو مېرمنو پا??لېمنټېرينز 18 كس??زه پلاوي سره د شورؤ په ورځ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې وزير??عظ?? په پا??لیمنټ كښې د مېرمنو پا??لېمنټېرینز د فعاله كردار ستائنه كولو سره ووئيل مېرمنې د پاكستان د نفوس شمېرې 51 فيصده دي ٬ د قانون سازۍ په عمل كښې د دوئي شموليت زيات اهم دے٬ حكومت په هره څانګه كښې د مېرمنو شموليت لپاره په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ د پاكستان آئين د ټولو ادارو ترمينځه د توازن ضامن دے٬ پا??ليمان ته په انتظامي چارو كښې بهترۍ لپاره د قانون سازۍ اختيار ترلاسه دے۔ وزير??عظ?? ووئيل په پنجاب كښې مې په خپل دور كښې د مېرمنو خپلواكه جوړولو لپاره يو شمېره ګامونه پورته كړي چې په كښې د مېرمنو حقونو سره اړونده قانون سازي هم شامل وه۔