اسلام آباد۔1اپریل (اے پی پی) د بېن المذاهب هماهنګۍ او منځني ختیځ لپاره د وزیراعظم ځانګړي استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت پاکستاني یهودي سوداګر فشیل بن خلد ته اسرائیل ته د تل??و اجازه ورکړې وه۔ د خالي په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل چې يو پاكستاني يهودي سوداګر يو عرب ملګري هېواد ته د خرما٬ وچې مېوې او مصالحو پشمول يو شمېر شيان صادر كړل او وروسته اسرائيل ته په لېږلو كښې كامياب شو۔ د پاكستان او اسرائيل ترمېنځه د تجارتي تعلقاتو د قائمېدو تاثر ختمولو سره ده په ډاګه كړه چې فشل بن خلد ته په حکومتي کچه هیڅ اجازه نه وه وركړې شوې۔ د پاکستان د علماﺀ کونسل مشر وویل د راپورونو ??ه مخې، نه د سوداګرۍ وزارت او نه د بهرنیو چارو وزارت فشیل ته کومه اېن او سي جاري كړې وه۔ ده ووئيل د اسرائيل په معامله د پاكستان متفقه دريځ دے ولې ځينې عناصر داسې دي چې هغه سياسي ګټه پورته كولو له حقائق په ناوړه توګه وړاندې كوي او هغوي د حكومت او اتحادي ګوندونو ??ه خاص توګه د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) په ضد ګنده كمپائن پېل كړې دې۔ ده وويل په اولس كښې د غلطو افکارو خپرولو سره د اسرائيل په اړه ??لي دريځ متنازعه جوړول د شرم وړ فعل دے۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان اسرائيل سره هې?? تجارتي اړيكې نه لري او نه په سباؤن كښې د دې په ځايې كولو له كومې هڅې كېږي۔