اسلام آباد 14اپرېل(اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيره سېنېټره شير?? رحمان نوموړې امريكائي ميګزين ټائم د كال 2023 په 100 اثر لرونكو شخصياتو كښې شامله كړې ده ۔د جم??ې په ورځ په رامخې ته شوي فهرست كښې د 6 مختلف كيټيګريز له مخې د “اثر لرونكو كسانو”انتخاب شوے ۔د شير?? رحمان شمېره د كال 2023 په 20 اثر لرونكو لارښودو كښې كېږې چې پكښې د امريكې صدر جوبائيډن٬د جاپان وزيراعظم فوميوكشيدا٬د المان چانسلر اولاف شولز او د برازيل صدر لوئيزانا سيولو لاد اسلوا شامل دي۔د المان سټېټ سېكرټري او انټرنېشنل كلائميټ ايكشن لپاره خاص استازي جینیفر مورګن د ټائم 100 زياتو اثر لرونكو كسانو شمېرې له د شير?? رحمان پروفائل ليكلے دے ??چې پكښې تېر كال په پاكستان كښې د راغلې سېلاب په مهال د هغې د هڅو ستائنه شوې ۔مورګن ليكلي چې مونږ ته د شير?? رحمان غوندې د نورو خلقو ضرورت دے ۔مېرمن مورګن ليكلي د ښو تقريرونو او خبرو اترو د د لارې هم هغې ډېر مندوبين په دې خبره قائل كړي چې ??ايد ناانصافي ختمه شي۔كاپ 27 كښې نړيوالې ورورولۍ په وړومبي ځل تر ټولو كمزورو هېوادونو مرستې لپاره نوې لاس اينډ ډيميج فنډ جوړولو انتظاماتو ته اتفاق كړے ۔د الم??ن عهديدار وئېلي دي ٬ دا د كلائميټ جسټس پلو يو لوي اقدام دے خو مونږ له اوس هم په دې لړ كښې لا مزل كول دي