اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) وزير مملکت فېصل کريم کنډي وئيلي دي بلاول بھټو زرداري به په مقبوضه کشمير كښې د هند ظلمونه رامخې ته كول?? لپاره د آزاد كشمير دوره كوي، پيپلز پا??ټي د کشمير مقدمه په هر فورم پورته كړې ٬ وزير خارجه به نړۍ په مقبوضه كشمير كښې د هند روانو ظلمونو په اړه خبروي٬ د جي 20 كنفرنس په مقبوضه کشمير كښې كېدونكے دے په كوم چې تل پاكستان احتجاج كړے، دا كېس مونږ په هر ځاے پورته كړے چې دلته كنفرنس نه دے پكار ٬ په دې لړ كښې به بلاول بھټو د مئي په 21مه نيټه د اسلام آباد نه مظفر آباد ته ځي چرته به چې د كشمير اسمبلۍ ته وېنا ??م كوي٬ ميډيا سره به خبرې هم كوي او تر 23م مئي به كشمير كښې وي۔ پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا ??ښې فېصل کريم کنډي ووئيل د مئي نهمه نيټه د پاكستان د تاريخ توره ورځ وه ٬ د دې پېښو پيپلز پا??ټي غندنه كړې ٬ په دغه ورځ سركاري املاك او پوځي تنصيبات سوځولي شوي٬ د پي ټي آئي غړو هم په دغه ورځ د رامخې ته شوو پېښو غندنه كړې او په واضح توګه ئې وئيلي دي چې كوم كسان ذمه وار دي بايد سزا ??رك??ې شي۔ ده ووئيل عمران خان تېره ورځ د نېب عدالت ته نه دے وړاندې شوے۔ ده ووئيل عمران خان پخپل دور كښې مېرمنې د كورونو نه زندان كښې اچولې او خپله ئې تل مېرمنې او كوچنيان ځان لپاره د ډهال په توګه كارولې۔ ده ووئيل د تحريك انصاف زياتره كسانو پيپلز پا??ټي سره رابطې كړي ٬ پيپلز پا??ټۍ د هېواد په وضعه د سينټرل اېګزيکټو کمېټۍ غونډه رابللې ده۔ده ووئيل بلاول بھټو به د نېشنل سيکورټي ميټنګ پحقله ګوند په اعتماد كښې اخلي او سبا ماښام به په كراچۍ كښې د پرېس كنفرنس په مهال ميډيا ته هر څه وړاندې كوي۔ ده ووېيل پيپلز پا??ټي دا ګڼي چي خبرې اترې د مسئل حل دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فريال تالپور هم مېرمن وه ٬ ھغه وخت خو عمران خان وئيل چې زه به دا ټول په زندان كښې اچوم او اوس خپله د زندان نه ېرېږي او چې پوليس ويني نو تېښته كوي٬ ده ووئېل زمونږ د پولو حفاظت ??اك پوځ كوي٬ مونږ ټول د پاك پوځ برخه يو بايد مونږ ټول ئې عزت وكړو