واشنګټن ۔26مئی (اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان وئيلي دي چې د امريكا او پاكستان زده كوؤنكي به دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړ??۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په واشنګټن كښې په پاكستاني سفارت كښې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ پاكستاني سفير د جینی اېلېمنټری اسکول زده كوؤنكو ډلې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل زده كوؤنكو د پاكستاني آرټ ٬ جغرافيه او د لوبو په څانګو پرېزنټېشنز وركړو۔ ??ده كوؤنكو پاكستاني فنون ٬ نورو معلوماتو او كوئز كښې هم برخه واخسته۔ د دې پروګرام لاندې ځينې زده كوؤنكو اردو زده كړ?? او نورو پاكستاني فنون او ك??تو?? ته پام وګرځولو۔ ??ه ووئيل په پاكستان يو جيوپارډي ګېم سيريز جوړ كړے شو٬ د كورس مشري د ګرېډ فائيو يوې زده كوؤنكې مارګرېټ مېليا كوله۔ پاكستاني سفير د امريكا او پاكستان سكولونو ترميځه د تړون په زياتېدو كښې خوښي ښكاره كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه تړون زياتول د وخت ضرورت دے۔ سفیر مسعود خان د زده كوؤنكو مننه كولو سره د زده كوؤنكو تيارولو كښې د جینی ایلیمنټری سکول پروګرام کوآرډینیټر سارہ بشر د هڅو ستائنه وكړه۔ ده د ډائرېکټر ایجوکیشن پا??ټنرشپس واشنګټن پرفارمنګ آرټس پینیلوپ مستو او ا??چا??ج ګلوبل ایجوکیشن ډی سی پبلک سکولز عطارا محمد مننه وكړه چا چې د يوې كامياب ثقافتي تبادله قيمتي موقعه رامخې ته كړ??