اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسلام آباد پو??یس د کارکردګۍ او د فرض ترسره كولو په مهال د دوئي د قربانيو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د اسلام آباد پو??یس په كاركردګۍ كښې اضافې لپاره به دوئي ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ په پو??یس لائنز كښې د روغتون جوړولو سره به د پو??یس ځوانانو او د دوئي كورنيو ته د وېړيا درملنو آسانۍ وركړې شي۔ د شهداء کالج جوړول به د پو??يس ځوانانو د كوچنيانو په ګټه وي۔ پو??یس اهلکارو لپاره په لاء اینډ آرډر الائونس به عملدرآمد د جولائي اولنۍ نېټې څخه پېل شي٬ ډولفن پو??یس جوړولو له به بشپړه پروګرام وضعه كولې شي او د تركيه په مرسته به تربيه وركولې شي۔ سفارش، رشوت او برادري ازم سره هېواد ته زيات زيان رسېدلے دے٬ زمونږ معيار قابليت او مېرټ دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په پو??یس لائنز كښې د 100 ب??ترو روغتون، شهداء ماډل کالج او اېس پی یو اېنډ ډولفن هېډکوارټرز د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته خ??اب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د اسلام آباد پو??یس د تېر يو كال په كاركردګۍ او د فرض په غوره ډول ادا كولو اولس ته وياړ دے۔ دوئي د اولس حفاظت لپاره په زړه پورې كردار ترسره كړې۔ د پو??يس ځوانان ژوبل شوي او شهيد شوي خو د خپل فرض په ترسره كولو كښې يۍ كوتاهي نه ده كړې او زه د دې ستائنه كوم۔ ده ووئيل په 100 ب??ترو د مشتمل نېشنل پو??يس روغتون د بنياد تيګه مو اېښودلې ده۔ دا ډول روغتونونه بايد د ګرد هېواد پو??يس اهلكارو كورنيو له جوړ كړې شي۔ ده ووئيل زه غواړم چې دا روغتون زر تر زره جوړ كړے شي۔ ده ووئيل اولس هيله لري چې په ګرد هېواد او په خ??ص توګه اسلام آباد كښ به غل?? ٬ ډاكوان او قاتلان د قانونو منګلو ته حواله كړې شي او په دې كښې به د هېڅ څيز پروا كولې نه شي۔ ده ووئيل پو??يس دې د پاك پروردګار رضا لپاره خپل فرض په زړه پورې ډول ترسره كوي۔ ده وئيل د ډولفن جوړولو منصوبه دې فوري تياره كړې شي۔ د اسلام آباد ډولفن فورس به د تركيه په مرسته تيارولې شي۔ د ډولفن فورس ځوانان به تريبې لپاره تركيه ته لېږلې شي۔ ده ووئيل داخله وزير دې په فوري توګه دا منصوبه تياره كړي۔ ده ووئيل شهداﺀ كالج به د پو??يس ځوانانو د بچو په ګټه و۔ ده ووئيل د پو??يس اهلكارو سهولت لپاره د داخله وزير اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په لاء اینډ آرډر الائونس به عملدرآمد د جولائي اولنۍ نېټې څخه پېل شي۔ ده ووئيل په اسلام آباد پو??يس كښې د دوه زره ځوانانو په مېرټ بھرتي كېدل خوشبين دي۔ په ټولو محكمو كښې بايد په مېرټ او قابليت بھرتي وكړې شي۔ ده ووئيل زمونږ معيار قابليت او اهليت دے هم دې سره قومونه جوړېږي۔ په دې موقعه وزيراعظم په اسلام آباد پو??یس لائنز كښې په 100 ب??ترو د مشتمل روغتون، شہداء ماډل کالج او ایس پی یو اینډ ډولفن فورس هیډکوارټرز د بنياد تيګه كېښوده۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم شهباز شریف په پو??یس لائنز كښې د شهيدانو يادګار ته حاضر شو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ ده په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ آئی جی اسلام آباد پو??یس ناصر اکبر درانی وزیراعظم د پو??يس شهيدانو او د هغوي د قربانيو په اړه خ??ر كړو۔ وزیراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ دستورې ته داخله وزير رانا ثناء اﷲ او آئی جی اسلام آباد ناصر اکبر درانی هم خطاب وكړو۔ په دې موقعه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اح??ن اقبال او وفاقي وزير رانا تنویر حسین هم موجود وو۔