اسلام آباد 10جولائی (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې حكومت په هېواد كښې تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له بشړه ګامونه پورته كوي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د پنجاب ايوان هائے صنعت او تجارت مشرانو غونډې ته خپل ورچوئل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د آل پاكستان ټېكسټائل م??ز اېسوسي اېشن صدر ګوهر اعجاز پشمول نوموړي كاروباري شخصيات هم موجود وو۔ د پنجاب اعلٰی وزير محسن نقوي د غونډې كنوينئر وو او په دې موقع د پنجاب كابينې غړي هم موجود وو۔ د خزانې وزير اقتصادي بحالۍ لپاره د حكومت په پالېسي پريكړو او اقداماتو رڼا اچولو سره ووئيل په هېواد كښې كاروبار او سرمايه كارۍ په زړه پورې چاپېرچل رامخې ته كول د حكومت په وړومبي ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده هېواد ته پېښ اقتصادي چېنلجونه په نظر كښې نيولو سره د كاروباري ??رورولۍ د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په اوسني وفاقي بجټ كښ?? د ??ارورباري ??رورولۍ بېل وړاندېزونه شامل كړې شوي دي۔ د خزانې وزير كاروباري ??رورلۍ ته د هغوي د مسئلو حل كولو باور وركړو۔ ده ووئيل معاشي استحكام زمونږ په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دے