اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د هېواد په پرمختګ كښې د فارما انډسټري مهم كردار په ډاګه كولو سره ??ئي??ي دي چې حكومت د دې صنعت د بهترۍ او مستحكمولو له بشپړه هڅې كوي٬ ژوند بچ كولو كښې مرسته كوؤنكو دويانې له به فعاله تګلاره جوړول وي٬ مونږ ټولو له به خواري كولو او قرباني وركولو سره هېواد مخ په وړاندې بوتلل او دې ته خپل جائز مقام وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د 6 م پاکستان فارما سمټ او ایوارډز دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د پاكستان دويانې برآمد كوؤنكو 50 لويو كمپنيو ته ايوارډز وركړې شول۔ په خپل خطاب كښی وزيراعظم و??ئي?? پاكستان كښې فارما انډسټري ته وده وركولو له د دې كمپنيو هڅو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ په دې څانګه كښې د پاكستان كمپنيو خپل نوم پېدا كړې دې په دې د حكومت او خپل اړخ نه دوئي ته مباركي وركوم۔ وزیراعظم و??ئي?? د هر يو حكومت ذمه واري وي چې هغه ژوند بچ كولو كښې د مرسته كوؤنكو دوي??نو بيعې قابو كښې ساتلو له خپل كردار ترسره كړي۔ پاكستان كښې د دوي??نو پېداوار?? لګښت مخ په زياتېدو دې چې ورسره بې وزله اولس نېغ په نېغه ځپلې كېږي۔ ده و??ئي?? حكومت يو اړخ ته بې وزله وګړو ته تحفظ وركوي او بل اړخ ته دا خبره باوري كوي چې صنعت دې مستحكم وي او دا په پرېكړه كولو كښې تاخير سره مخ نه شي۔ ده و??ئي?? زه د خپلې ډلې ٬ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ٬ د روغتيا وزير ٬ د تجارت وزير او د صنعت او پېداوار وزير مننه كوم كومو چې د فارما انډسټري اړوندو ذمه وار چارواكو سره د خبرو اترو د لارې مسئلې حل كړې۔ مونږ دلته تقرير لپاره نه بلكې ستاسو د هڅو ستائنه كولو له راجمع شوي يؤ۔ ده و??ئي?? زه چې كله د پنجاب وزيراعلی ووم نو ما سركاري روغتونونو له د دوي??نو د اخستو حوالې سره پالېسي وضعه كړه٬ د 7 ٬ 8 روپو دويانې مې په سپېځلي توګه واخستې۔ د دې سېمپلې مې بېلو لېبارټريو څخه ټېسټ كړې او بيا مې بهر لېبارټريو څخه ټېسټ كړې نو دې كښې زيات فرق رامخې ت?? شو ځكه مو پنجاب كښې نوې لېبارټرۍ جوړې كړې۔ ده و??ئي?? د دې لېبارټريو په جوړولو كښې د فارما انډسټري مهم كردار وو۔ د آئي اېم اېف غونډې په اړه ده و??ئي?? پاك پروردګار دے وكړي چې زمونږ د پروګرام منظوري وركړې شي۔ ده و??ئي?? د خزانې وزير او د ده د ډلې د هڅو په نتيجه كښې آئي اېم اېف سره لوظنامه وشوه۔ ده و??ئي?? تېره ورځ دوه اربه ډالره د پاك پوځ د نوي سرلښكر د هڅو په نتيجه كښې ترلاس?? شول۔ده انډسټري ته و??ئي?? چې هغه دې بې وزله وګړو لپاره ژوند بچ كولو كښې د مرسته كوؤنكو دوي??نو د بيعو خيال وساتي ، حكومت به ستاسو غوښتنې ترسره كوي۔ ده و??ئي?? د فارما د صنعت په غوښتنه فوري كمېټي جوړؤ او هڅه كوؤ چې په دوه اونيو كښې ټولې جائزې مطالبې ترسره كړې شي۔