اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی)د مذهبي چارو لنډ مهاله وفاقي وز??ر انيق احمد سره د نهې په ورځ سعودي سفير نواف سعيد المالكي ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو ?? راتلونكي حج په انتظاماتو٬ دوه اړخيزه اړيكو او اسلامي نړۍ ته په پېښو مسئلو تفصيلي خبرې اترې وكړې۔ په ملاقات كښې د مذهبي چارو سېكرټري آفتاب اكبر دراني او ?? رابطه عالم اسلامي ريجنل ډائرېكټر سعد بن مسعود الحارثي هم موجود و۔د مذهبي چارو وفاقي وز??ر انيق احمد خپلو خبرو كښې ووئيل سعودي عربستان سره د عقيدت٬ ګډ احترام او ورورولۍ رشته ده٬ زما مشن دې چې په دې لنډه موده كښې پاكستاني حج كونكو ته زياتې آسا??ۍ وركړم٬ سعودي سفير يو محترم ورور دے٬ ده سره به هره ممكنه ملاتړ او مرسته روانه ساتلې شي۔ ده سعودي سفير ته ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت به(سبا)د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ كنفرنس كوي چې پكښې به د ټولو مذهبونو سره تعلق لرونكي مشران٬سفيران او د سول سوسائټۍ استازو سره مكالمه كولې شي۔ده ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت به روايتي عقيدت او احترام سره 12 ربيع الاول قامي سيريت كنفرنس هم كوي٬سږ كال د كنفرنس عنوان” د سيرت طيبه په رڼا كښې د هېواد معاشي استحكام حكمت عملي” غوره كړے شوے دے۔ د سعودي سفير نواف المالكي ووئيل چې رابطه عالم اسلامي هم په عص??ي مسئلو ډېر زر نړيوال كنفرنس كوي۔ ده ووئيل چې د حج د سعودي وز??ر ډاكټر توفيق بن فوزان الربيعه د پاكستان دوره كاميابه او يادګاري وه٬ سعودي عرب څخه ډېر زر د مهمو شخصياتو پاكستان ته راتلل متوقع دي۔ ده مرستې او ملاتړ له د خپل عزم په تكرارولو د مذهبي چارو وز??ر انيق احمد مننه وكړه