اسلام آباد 24 نومبر (اے پی پی)د كورنيو چارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي د ايكشن پلان عملدرآمد په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره وئېلي دي د ترهه ګرو به په هر صورت خاتمه كولې شي۔د نيكټا هيډ كوارټر څخه جاري اعلاميې له مخې د جمعې په ورځ د كورنيو چارو لنډ مهاله وفاقي وزير د نېشنل ايكشن پلان كوآرډينېشن كمېټۍ غونډه نيكټا هيډكوارټر اسلام آباد كښې د ده به مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې داخله سېكرټري٬آئي جيز٬چيف سېكرټريز٬د انټيلي جنس ايجنسيز اعلٰی عهدي??ار?? ګډون وكړو۔په غونډه كښې په نېشنل ايكشن پلان د عملدرآمد جاج واخستلے شو۔ټولو آئي جيز په عملدرآمد بريفنګ وركړو او په نېشنل ايكشن پلان د عملدرآمد په پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړې شوه۔په دې موقع داخله وزير هدايات جاري كړل چې د ترهه ګرو به خاتمه كولې شي او په هېواد كښې به تل پاتې امن قائمولې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرو ګوندونو او انتهاخوښو ګوندونو په ضد به موثر كاروائ?? كولې شي۔ده ووئيل سرمايه كارو او سوداګرو ته به بشپړ تحفظ وركولې شي۔ده ووئيل د پاكستان پوليس٬پوځ او نورو قانون نافذ كوونكو ا??ار?? افسران٬ځوانان چې كومې قربانۍ وركوي د دې په سببب به دا هېواد پرامن وي او دلته به خوشحالۍ راشي۔مونږ به د هغوي قربانۍ ضائع كېدو له نه وركوو۔د ايكشن پلان په دوهم نكات د عملدرآمد په لړ كښې داخله وزير ووئيل د قاچاق برو په ضد به س??ت ايكشن اخستلے ش?? كوم به چې جاري ساتلے شي۔ ده ووئېل د نشه اي توكو قاچاق او خرڅولو مخ نيوي اقدامات به لا موثره كولې شي۔په ځوانانو كښې د نشه اي توكو استعمال حوصله شكني لپاره د نشه اي توكو خرڅونكو په ضد به سخته كاروائ?? كولې شي۔د سوشل مېډيا د لارې كركه خپرونكې وېناګانې او نفرت انګريز مواد خپرونكو په ضد به سخته قانوني كاروائ?? كولې شي۔په دې لړ كښې به د نوو قوانين نفاذ باور?? كولې شي۔داخله وزير ووئيل د ترهه ګرو مالي معاونت مخ نيوي لپاره س??ت اقدامات كولې كېږي۔ټول فنانشل ادارې٬بانكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې خپل كردار ادا كوي۔په مالي لين دين كښې سپيځلتيا راوستلې كېږي۔ ده ووئېل د كالعدم تنظيمونو او كالعدم كسانو(فورت شيډول كښې شاملو كسانو)ته د چندې به وركولو بشپړ بندېز دے۔په دې په سختۍ سره عملدرآمد كېږي۔په ټولو صوبو كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي ا??ار?? سي ټي ډيز مضبوطولې شي٬په خاص توګه بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې دې ا??ار?? ته وسائل او ټريننګ وركړے كېږي دغسې چې په موثره توګه د ترهه ګرو خاتمه وشي او په دې لړ كښې به وفاقي حكومت د ټولو صوبو بشپړه مرسته كوي۔سرفراز بګټي ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې ضم شوو سيمو كښې د پرمختګ پروژې پېل كولې شي او هلته صنعت كارو او خواري كښو ته به تحفظ وركولې شي۔