مظفرآباد۔27ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د بشري حقونو خاص مرستيالې مشعال حسېن ملكي وئيلي دي چې د نړۍ دوه سترو جنګو??و نه علاوه په يو شمېر پوځي شخړو كښې مېرمنو او ماشومانو داسې ناروا سلوك نه دے شوے كوم چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا تش ??اس?? كشميري وګړو سره روان دے٬ كشمير د نړۍ يوازينۍ سيمه ده چرته چې په مېرمنو ٬ ماشومانو او تر دې چې په سړو جنسي تشدد د جنګي وسلې په توګه كارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د آزادجموں وکشمیر پوهنتون ترسېوري لاندې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو له مينځه وړل كېدل او د نړيوالې ورورولۍ ذمه وارۍ په سرخط سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ خاص مرستيال خپل خاوند یاسین ملک سره روان ناوړه سلوك ذكر كولو سره ووئيل د مودي حكومت د ټاكنو ګټلو او د انتها خوښو هندوانو ملاتړ ترلاسه كولو له د ياسين ملك عدالت قتل كولې شي۔ دې ووئيل اوس خو صورتحال دې حد ته رسېدلے دے چې د هند فاشزم سره د رايې اختلاف لرونكي هندوستاني د نړۍ په كوم هم هېواد كښې محفوظ پاتے كېدے نه شي او ددې مثال په كاناډا كښې د خالصتان تحريك د لارښود هرپیت سنګھ نجار د هندي ايجنټانو په لاس وژل دي۔