کراچی۔30اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او مصنوعی ذهانت څانګې ته د پام ګرځولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي ديجدت او رامخې ته كېدونكي ټېكنالوجيز پاكستان لپاره د پرمختګ او سوكالۍ لارې پرانستلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل آئیډیاز بېنک پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د ګل په ورځ د حسن سيد په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ صدر مملکت ووئيل د انفارمېشن ټېکنالوجی په شمول نورو څانګو كښې به جدت او اختراعات ته وده وركول وي۔ صدر مملکت په نېشنل آئیډیاز بېنک زور راوړو چې هغ?? صنعتي او نورو س??ېك هولډرز سره همكاري زياته كړي۔ ده د ټېکنالوجی په څانګه كښې د نېشنل آئیډیاز بېنک دوهمې مقابلې كاميابۍ سره په كولو پلاوي ته مباركي وركړه۔ په دې موقع صدر مملكت په آئی ټی او مصنوعی ذهانت د اډانه لرونكې ټېكنالوجۍ د لارې د ځائي مسئلو په حل كولو د نېشنل آئیډیازبېنک غړو ته تعريفي سندونه هم وركړل۔