اسلام آباد۔3نومبر(اے پی پی) آکسفورډ یونیورسټی پرېس او كېپټل ډوېلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) په ګډه 9م اسلام آباد لټریری فېسټیول 2023 د جمعې په ورځ په ګندھارہ سټیزن کلب ایف ن??ئن پارک كښې پېل كړے۔ دا ادبي مېله به تر اتوار ورځې دوام لري۔ د ادبي مېلې عنوان (خلق، زمكه او امكانات) غوره ??ړے شوے ۔ د ادبي مېلې پېل 4 بجې يوې رنګا رنګې دستورې څخه وكړے شو۔ ??ه دستوره ??ښې د برطانېی هائی کمشنر په شمول وفاقی وزراء، سینئر خبريالانو او ادب او فنون سره تعلق لرونكو په ګڼ شمېر او عامو وګړو ګدون وكړو۔ د پرانستې ??ه دستوره ??ښې په خاص توګه مظلوم فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه كولو او هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔ په 6 بجې پروګرام “لاؤ تو قتل نامه میرا” وړاندې كړے شو په كوم كښې چې د پاكستان نوموړي شاعر فېض احمد فېض ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔