اسلام آباد۔4 نومبر(اے پی پی) د وزیر اعظم د بشري حقونو خصوصي مرستيالې مشعال حسېن ملك نړيوالې ورورولۍ څخه د ياسين ملك د ژوند د تحفظ اپیل كولو سر?? وئيلي دي چې زما خاوند په تهاړ زندان كښې حقيقي خطرو سر?? مخ دے ولې چې هغه د كشميري اولس د خپلواكۍ خپل اصولي دريځ څخه يو انچ وروستو كېدو ته تيار نه دے۔ دې په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په صورتحال په اوسلو كښې يو سيمينار ته خطاب كولو د كوم كوربتوب چې د ناروېجن پارلیمنټ د خارجه چارو او دفاع قائمه كمېټۍ غړي داګ – انج السټين او صدر فاؤنډېشن ډائيلاګ فار پيس عامر جاوېد شېخ كولو۔مشعال حسین ملک په خپل خطاب كښې ووئيل ??اشسټ هندي حكومت په كشمير كښې د عامې وژنې بازار ګرم كړے دے۔ د مخالفينو د غږ غلې كولو له د رياستي ترهګرۍ چپې روانې دي۔ دې نړيوالې ورورولۍ او سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د كشميري اولس ?? هيلو او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د لسيزو پخوانو مسئلو تلپاتي حل له او په وادۍ كښې د عامې وژنې او نسل كشۍ كارروايۍ په سمدستي توګه ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د ناروے پخواني وزیراعظم جیلے میګنے بوندوویک، د یاسین ملک لور رضیه سلطانه ، په ناروے كښې د پاكستان سفيرې سعدیه قاضی او صدر فاونډېشن ډائیلاګ فار پیس عامر شېخ او سبین حسین ملک هم دستوره كښې ګډون وكړو۔