دوبئي29 نومبر (اے پي پي) نګرا?? وزيراعظم انوار الحق كاك?? د ??لګرو ملتونو 28 كنفرنس آف پارټيز(كوپ 28)كښې ګډون لپاره دبئي ته رسېدلے دے ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دوبئي المكتوم نړيوال هوائي اډه باندې د متحده عرب امارات د انصاف وزير عبدالله سلطان بن عواد النعميي٬په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمزي او د پاكستان سفارتخانې عملې د وزيراعظم هركلے وكړو۔وزيراعظم به په 28م كنفرنس آف پارټيز كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔وزيراعظم به په وړومبر او دوهم دسمبر ورلډ كلائميټ ايكشن سمټ كښې ګډون كوي۔د وزيراعظم سره نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني٬د خزانې نګرانه وزيره ډاكټر شمشاد اختر٬د موسميات او بدلون وفاقي وزير احمد عرفان اسلم او د توا?? وزير محمد علي به هم كوپ 28م كښې ګډون كوي۔