اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د متحده عرب امارات حكومت او اولس ته په 52 مه قامي ورځي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې زه په دې تاريخي ورځ كوپ -28 لپاره دبئی ته په راتللو زيات خوشحاله يم۔ پاکستان د خپلو اماراتي وروڼو په زړه پورې پرمختګ وياړ لر??۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پېغام كښی نګران وزيراعظم ووئيل مونږ د ارواښاد ??ېخ زېد بن سلطان النهيان زيركتيا او پوهې ته سلام كوؤ كوم چې د متحده عرب امارات بنياد كېښود۔ ??ه ووئيل مونږ متحده عرب امارات د تجارت ٬ سېلګرۍ او ټېكنالوجۍ په نړيوال مركز كښې په بدلولو د صدر ??ېخ محمد بن زېد النهيان او وزيراعظم ??ېخ محمد بن راشد آل مكتوم د مشرۍ ستائنه هم كوؤ۔ نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ زياته كړه چې پاكستان به د پرمختګ او سوكالۍ په سپېځلي سفر كښې د متحده عرب امارات تلپاتې ملګرے پاتے كېږي۔ تل دې وي پاک- امارات ملګرتيا