اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كركټ بورډ منيجمنټ كمېټۍ انتخابات په ښه ډول كولو ٬لوبغاړو ته ښه كوچنګ سره سره ښه تربيت٬د پاكستان سپر ليګ ميچونو ټول هېواد ك??ې كولو لپاره جامع تګلارې جوړولو ٬موجوده كركټ سټېډيمز په جديد ډول بحالولو لپاره په بېړني بنيادونو كار پیل كولو او په اسلام آباد كښې 4 كركټ ګراؤنډز د پاكستان كركټ بورډ په سرپرستۍ كښې د ور??ولو سپارښتنه كړې ده ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د پاكستان كركټ بورډ چارو په اړه مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د نجكارۍ نګران وفاقي وزير فواد حسن فواد٬د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محمد ذكاﺀاشرف٬د پاكستان كركټ بورډ چيف آپرټينګ افسر سلمان نصير٬چيف سليكټر وهاب رياض او اړوند سركاري افسرانو ګډون وكړو او د پي سي بي عهديدارو محمد حفيظ٬عمر ګل او سعيد اجمل د وېډيو لينك د لارې د آسټرېليا څخه په غونډه كښې ګډون كولو۔غونډه كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم وئيل د كركټ لوبه ټول قام يو موټې كولو كښې مهم كردار ادا كوي كومې څخه قامي جذبه رامخې ته كېږي۔ده ووئيل لوبډله د خوارۍ ٬ كار او يووالي په هر مېدان ك??ې كاميابي ترلاسه كولې شي۔وزيراعظم تاكيد كولو سره ووئيل پي سي بي كښې ټرينرز٬سپورټ سټاف او د نورو عهديدارو په تعيناتۍ كښې د هېواد د ګټې او عزت خيال دې وساتلے شي۔ده سپارښتنه وكړه چې لوبغاړو ته ښه كوچنګ سره سره ښه تربيت هم ور??ړئ دغسې چې هغوي په هره كچه د هېواد او قام ښه نمائندګي وكړي۔د دې نه علاوه وزيراعظم د كركټ بورډ منيجمنټ كمېټۍ انتخابات په ښه ډول كولو هم سپارښتنه وكړه ۔وزيراعظم ووئيل كركټ ته د هېواد لرې پرتو سيمو كښې هم د ودې ور??ولو ضرورت دے۔ده ووئيل سندھ٬بلوچستان٬سوئېلي پڼجاب٬ګلګټ بلتستان٬د كے پي كے نوو ضم شوو ضلعو٬آزاد جمو كشمير وغېره كښې د كركټ ډېر ټيلنټ موجود دے كوم ته چې په قامي كچه د نمائندګۍ موقعو ور??ولو ضرورت دے۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د كوئټې بګټي سټېډيم او د پیښور ارباب نياز سټېډيم د بحالۍ كار سمدستي پیل كړئ دغسې چې دلته قامي او نړيوال ميچونه وكړے شي۔وزيراعظم كركټ بورډ ته د نګر ضلعې د پسن سټېډيم د ټولې سروے كولو هدايت هم وكړو ۔دغسې وزيراعظم د كركټ پرمختګ لپاره اسلام آباد كښې 4 كركټ ګراؤنډ د سي ډي اے نه پاكستان كركټ بورډ ته د ور??ولو هدايت هم وكړو ۔پاكستان سپر ليګ په اړه وزيراعظم د ليګ ميچونو انعقاد په ټول هېواد ك??ې كولو لپاره د جامع حكمت عملۍ جوړولو هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان ته د كركټ په مېدان كښې د دوست هېوادونو سره د هر ممكنه مرستې زياتولو لپاره د كار كولو ضرورت دے۔غونډې ته د پاكستان كركټ بورډ چارواكو لخوا بريفنګ هم ور??ړے شو۔غوڼډې ته ووئيل شول پاكستان سپر ليګ به فروري 2024 ك??ې كېږي۔ليګ ميچونه به كراچۍ٬لاهور٬راولپنډي او ملتان ك??ې كېږي۔غونډې ته ووئيل شول پاكستان به د كركټ چيمپئنز د ټرافۍ كوربتوب كوي۔بريفنګ كښې ووئيل ش??ل ??ه هېواد كښې د كركټ اېسوسي اېشنز شمېره د 6 نه 16 ته رسېدلې كومې څخه به چې سيمه ا??ز ټيلنټ رامخې ته شي۔د دې نه علاوه اسلام آباد٬لاهور٬كراچي٬ګوجرانواله٬پېښور او بهاولپور كښې د كركټ انفراسټركچر په تعمير كار روان دے٬قزافي سټېډيم لاهور٬نېشنل سټېډيم كراچي او ملتان سټېډيم په شمسي توان په منتقلۍ هم كار كېږي۔دغسې غونډه په پاكستان كښې د مېرمنو كركټ ودې لپاره د پورته كړو ګامونو څخه هم خبر كړی شوه۔