اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د نجکاری کمېشن (??دل??ن) آرډیننس 2023 جاری کړے دے ۔ د آرډیننس مقصد په نجکاری چارو كښې غیر ضروری تاخیر ختمول ، مسئلې حل كول او د قانون او انصاف په اصولو عملدرآمد باوري كول دي۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې د آرډیننس د لارې د نجکاری کمېشن آرډیننس 2000 شق نمبر 28 څخه تر شق نمبر 33 كښې ??دل??نونه وكړے شول۔ د آرډیننس مقصد نجکاری اپیلیټ ټریبونل عملي كول دي۔ نجکاری اپیلیټ ټریبونل به د نجكارۍ په اړوندو دیواني او فوجداري چارو د سماعت او پرېكړو اختيار لري۔ په نجکا??ي کمېشن آرډیننس 2000 كښې هائی کورټس ته وركړے شوے اختيار اوس نجکاري اپیلیټ ټریبونل ته منتقل كړے شوے۔ صدر مملکت د حکومت لخوا تجویز كړے ترمیمی آرډیننس د سېکشن 28 ذیلی سېکشن 2 (4) كښې د ??دل??ن كولو څخه وروستو منظور كړے۔ دغسې صدر مملکت په مجوزہ حکومتی آرډیننس كښې د اپیلیټ ټریبونل چیئرپرسن د هائیکورټ ریټائرډ جج په ځاے د سپريم كورټ ريټائرډ جج لګولو ??دل??ن كړے۔ د آرډیننس له مخې د سپريم كورټ ريټائرډ جج به د نجكاري ټریبونل چیئرپرسن وي۔ د اپیلیټ ټریبونل به يو ټیکنیکل او يو جوډیشل غړے وي۔ د اپیلیټ ټریبونل د پرېكړو په ضد د اپيل اورېدنې اختيار به سپريم كورټ سره وي۔ د نجکاری اپیلیټ ټریبونل پرېكړې څخه ځپلې شوي كوم وګړې به په 60 ورځو كښې دننه سپريم كورټ كښې خپل اپيل دائر كولې شي۔ د نجکاری کمېشن آرډیننس 2000 سیکشن 30 او 33 ختم كړے شوے ۔ دغسې صدر مملکت آرډیننس د آئین آرټیکل 89 (1) له مخې جاري كړے دے