اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي مالي ، انتظامي او د امنيت داسې كوم صورتحال نشته چې له امله ئې ټاكنې وځنډولې شي،ټاكنې به په خپل ټاكلې شوي وخت په 8 فرورۍ 2024ء كېږي، په چیف الیکشن کمشنر بشپړ باور لرو،ټولو سياسي ګ??ند??نو سره ښې اړيكې غواړو۔د جمعې په ورځ انفارمېشن سروس اکیډمی په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې نګران وفاقی وزیر وو??يل پیمرا ایکټ كښې خبريالانو ته تحفظ ترلاسه دے۔ده وو??يل د میډیا ادارې كله چې پیمرا څخه لائسنس ترلاسه كوي نو خپل ټول فزیبلټي او بزنس پلان شیئر کوي۔ د خبريالانو او ميډيا ورکرز د نوكرو څخه وېستل د افسوس وړ خبره ده،په دې اړه د پيمرا چیئرمېن سره به خبره كولې شي چې د قانون له مخې د دغه ورکرز تحفظ لپاره څه اقدامات كيدلې شي۔ ده وو??يل د اطلاعات وزارت او اړوندې ادارې به د دې نوټس اخلي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل بلوچستان څخه راغلو مظاهرچيانو په اړه جوړه ش??ې کمېټي خپل كار كوي،د دغه مظاهرچيانو غوښتنې د نن څخه نه دې،څو لسيزو راهسې رارواني دي،مونږ هڅه كوو چې د هغوې مسئلې حل کړې شي۔ده وو??يل تيره ورځ هم زمونږ د مظاهرچيانو سره خبرې شوي،ميرمنې او ماشومان په سخت مشکل صورتحال كښې وؤ، مونږ هڅه كوو چې هغوې په حفاظت سره خپلو كورونو ته ولېږو۔په دې لړ كښې مونږ ځينې انتظامات كړې هم دي خو هغوې بيرته تلل نه غواړي، ده وو??ېل ميرمنې او ماشومان په سمدستي توګه خوشې كړې شوي، دغه مسئله ختمه ش??ې نه ده، کمېټي شته هغه خپل كار كوي۔ د بلوچستان ګورنرهم دلته راغلے دے ،په دې اړه هغه سره ب?? هم خبره كولې شي،ده وو??ېل کمېټي به نن وزیراعظم ته رپورټ وړاندې كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده وو??يل د نامزدګۍ کاغذونو ??مع كولو موده كښې دوه ورځي پراختيا شوې،ټاكنو كښې به كوم تاخیر نه كېږي او نه داسې څه وجه ښكاري ،ټاكنې به په خپل وخت په 8 فرورۍ 2024ء كېږي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده وو??يل څوك د څه مطالبې كولو حق څخه نه ش?? محروميدې۔ده وو??يل په چیف الیکشن کمشنر بشپړ باور لرو،تيره ورځ د الیکشن کمېشن په غونډه كښې ټولو غړو په چیف الیکشن کمشنر د باور څرګندونه كړې۔ده وو??يل مونږ د سياسي ګ??ند??نو په كورنيو مسئلو تبصرہ نه ش?? كولې،مونږ د ټولو ګ??ند??نو سره ښې اړيكې غواړو دغسې چې ټاكنې په خپل وخت وكړې شي۔