اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات نګران وفاقي وزير محمد سميع سعيد سره د زيارت په ورځ د چانګ چانګ چيمبر آف کامرس چيئرمېن چانګ چانګ په مشرۍ كښې يو تجارتي پلاوي ملاقات كړے دے ۔ د ملاقات مقصد د پاکستان او چين ترمينځه بيلو څانګو كښې د ممكنه مرستې موقعو٬ کاروبار كښې پراختيا او د سرمايه کارۍ موقعې لټول وؤ۔8 كسيزه پلاوي كښې د بيلو صنعتونو د درآمد او برآمد، ټیکنالوجي، الیکټرانکس، مشینري، دفتري سامان، جامو او تعمیراتی موادو څانګي كسان ش??مل وو۔ د خبرو اترو په مهال دوه اړخيزه اړیکو لا قوي كولو او د دوه اړخیزه ګټورو همکارو لپاره د ستراتیجكي ??راكت دارۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير محمد سميع سعيد د سرمايه كارۍ لپاره په مهمو څانګو زور راوړو چې پكښې د زراعت، آئي ټي او تعليم، كانونو ٬ معدنيات او د انرجي سكټرې شاملې دي۔ د خصوصي اقتصادي زونز څخه د استفادې كولو په اړه او د پاكستان په جغرافیائي چاپېريال رڼا اچولو پشمو?? ده ووئېل د هېواد 60 فيصده څخه زياته آبادي په ځوانانو ??شت???? ده كومه چې په خاص توګه د آئي ټي په څانګه كښې د كاروبار پراخه موقعې وركوي۔دغسې وفاقي وزير د پاكستان حكومت لخوا سرمايه كارو لپاره محفوظ كاروباري ماحول وركولو له د حكومت د عزم يو ځل بيا پخلے وكړو۔